1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برازيل د ولسمشرۍ ټاکني روزيف گټلي دي

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ آبان ۵, دوشنبه

په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو ۹۸ سلنه رایې شمیرل شوي دي چې له مخې د دغه هیواد اوسنۍ ولسمشري دیلیما روزیف، ټاکني گټلي دي. هغې له خپل سیال ایسیو نواس، څخه په لږ توپیر ټاکني گټلي دي.

https://p.dw.com/p/1DcXx
انځور: Reuters

د برازیل ولسمشره دیلیما روزیف، د ټاکنو په گټلو سره د دغه هیواد د ولسمشري په توگه د یوې بلې دورې له پاره ټاکل شوې ده. د برازیل د ټاکنو د ترسره کولو بنسټ ویلي دي چې روزیف په لږ توپير له خپل سیال ایسیو نویس څخه ټاکني گټلي دي.

د یکشنبې په ورځ نژدې ټولي رایې شمیرل شوي وې. د رای شمېرني د پایلو له مخکي کیڼ اړخي روزیف ۵۱ سلنه او د هغې سیال نویس ۴۹ سلنه رایې ترلاسه کړي دي. دغه معلومات د ټاکنو تر سره کولو رسمي بنسټ له خوا بربنډ شوي دي.

د برازیل د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې شاوخوا ۱۴۳ میلیونه کسانو د رای ورکولو شرایط پوره کول. دغو ټاکنو ته د برازیل د کیڼ اړخي کارگرو گوند د یوه ازموینې په توگه کتل کیدل. دغه گوند له ۱۲ کلونو راهیسې په برازیل کې پر واک دی.

روزیف به د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره د ۲۰۱۵م کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کړي. هغه په دې دوره کې له سترو ستونزو سره مخامخ ده چې پکښې د اقتصاد بیا پر پښو درول، د پانگوالو د اعتماد جلبولو او د فساد له منځه وړل شامل دي. هغې د خپلي بریا د اعلانولو پر مهال په برازیل کې د یووالي غږ وکړ.

روزیف د برازیل لومړۍ ښځینه ولسمشره ده. پر هغې باندي په تیرو څلورو کلونو کې د اداري فساد سخت تورونه لگول شوي دي. خو پر ټولو تورونو سربیره هغې خپل ځان د یوې بلي دورې له پاره کاندید کړ.

که څه هم دغه ۶۶ کلنه سیاست واله و نه توانیده چې په لومړي پړاو کې ټاکني وگټي خو تر دویم پړاو دمخه ترسره شویو نظر پوښتنو وښول چې هغه تر پخواني گورنر نویس چې د برازیل په سوسیال دیموکرات گوند پوري تړاو لري، یو څه مخکښه ده.

روزیف د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم تر نویس ډیري رايي گټلي وې. دغې سیاست والي د اکتوبر پر پنځمه نېټه په ترسره شویو ټاکنو کې ۴۱.۵ سلنه رایې ترلاسه کړي وې. د ټاکنو په همدې پړاو کې بیا نویس ۳۳.۵ سلنه رایې گټلي وې.

نویس په دویم پړاو کې خپلي ټولي هیلي د لومړي پړاو په دریمي کانديدي مارینا سیلوا، پوري تړلي وې چې په لومړي پړاو کې یې ۲۱.۳ سلنه رایې خپلی کړي وې. سیلوا په دویم پړاو کې په واضح توگه د نویس ملاتړ وکړ، خو دغه ملاتړ نویس د ټاکنو گټونکې نه کړ.

نویس د برازیل په منځنۍ او بډایه طبقه کې ډیر ملاتړ لري. هغه په خپلو کمپاینونو کې د سوداگرۍ د ملاتړ ژمني وکړې. هغه ویلي ول چې که د ټاکنو گټونکی شي نو د برازیل اقتصاد ته بیرته وده ورکړي چې له ۲۰۱۱م کال راهیسي په چندان ښه وضعیت کې نه دی.

ايسيو نويس ټاکني پايلولې
ايسيو نويس ټاکني پايلولېانځور: Reuters