1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برازیل پخوانی ولسمشر په ۱۲ کاله بند محکوم شو

۱۳۹۷ فروردین ۱۷, جمعه

د برازیل پخوانی ولسمشر لویس اناسیو لولا د فساد په تور د دې هیواد د محکمې له خوا تورن وپیژندل شو او په ۱۲ کاله بند محکوم شو. لولا دغه تورونه ردوي او وايي چې محکومیت یې سیاسي دلایل لري.

https://p.dw.com/p/2vbRw
Luiz Inacio Lula da Silva
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Peres

د پنجشنبې په ورځ په برازیل کې د محکمې قاضي داسې یو حکم صادر کړ چې له مخې یې د دې هیواد پخوانی ولسمشر لویس اناسیو دا سیلوا د مالي فساد د تور په جرم زندان ته اچول کیږي. قاضي د دې هیواد په عالي محکمه کې په دې هکله وویل: «هغه تورن پیژندل شوی او د محکمې د تجدید نظر سربیره نوموړي ته د ۱۲ کاله زندان حکم صادر شوی او باید زنداني شي.»

د محکمې له لوري د وړاندې شوو اسنادو له مخې د برازیل پخواني ولسمشر ته د همدې ورځې په ځايي وخت د ماښام تر پنځو بجو پورې وخت ورکړل شوی چې ځان د برازیل د کورتیبا ښار پولیسو ته وسپاري. دغه پریکړه داسې مهال ترسره کیږي چې ټاکل شوې په همدې ورځو کې په برازیل کې ولسمشریزې ټاکنې وشي. سربیره پر دې لولا هم د محکمې د پریکړې پر مهال د ټاکنیزو مبارزو په کمپاین بوخت وو.

Brasilsiens Ex- Staatschef Lula
انځور: Reuters/R. Moraes

د ځنډ غوښتنه

تر دې وړاندې د برازیل هیواد دغه پخواني مشر غوښتې وو چې د استیناف د پروسې پر مهال دې هغه زندان ته وا نه ستول شي خو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د نوموړي دغه غوښتنه رد کړه. پر لولا باندې د لګول شوو تورونو په هکله د محکمې تر پریکړې وروسته، د نوموړي مخالفینو او ملاتړو په برازیل کې په لاریونونو لاس پورې کړی.

Luiz Inacio Lula da Silva
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Peres

په عین وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د لولا د ملاتړي ګوند او د نوموړي د رقیب ګوند د ټاکنیزو کمپاینونو سیمو ته څیرمه د برازیل هیواد پولیسو شدید امنیتي تدابیر نیولي دي. د برازیل دغه پخواني ولسمشر لویس اناسیو لولا دا سیلوا د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د کمپاین په یوه غونډه کې خپلو پلویانو ته وویل: «ثابته کړئ چې ما یو سنت رشوت اخیستی وي. زه فاسد نه یم او په همدې دلیل زه د ولسمشر د دندې له پاره مخ پر وړاندې ځم.»

د زندان د وخت تمدیدیل

د روان کال د جنوري په میاشت کې د برازیل هیواد د استیناف محکمې د دې ۷۲ کلن سیاستوال د زندان موده له ۹ کلونو څخه ۱۲ کلونو او یوې میاشتې ته زیاته کړه. لولا دا سیلوا د انجینیرۍ له یوه شرکت څخه د رشوت اخیستلو په جرم مجرم ګڼل شوی. پر نوموړي تور دی چې له یاد شرکت څخه د رشوت په بدل کې یې له هغوی سره مرسته کړې چې د «پترول برازیل ریو اس ای» په نامه د دولتي شرکت څخه قراردادونه ترلاسه کړي.

خو دغه پخوانۍ سیاستوال ځینې سرسخته پلویان هم لري. د هغه یو ملاتړی وايي: «موږ نه تسلیمیږو. موږ په سړکونو کې پاتې کیږو. دا یوه سیاسي کودتاه ده.»

په برازیل کې نظر پوښتنو ښوولې چې دا سیلوا په دې هیواد کې یو له هغو نوماندانو څخه دی چې خلک ورسره علاقه لري او داسې ښکاري چې له سیاسي صحنې څخه د هغه لیرې کیدل به د نورو نوماندانو په منځ کې رقابتونه ډیر کړي.

په ورته وخت کې د لولا محکومیت په دې هیواد کې افکار سره پاشلي دي. نوموړي له ۲۰۰۰م کال نه را په دیخوا په خپله اته کلنه دوره کې ډیر شمیر برازیلیان له بې وزلۍ څخه بهر کړي چې دقیقا له دې امله هم نوموړی په دې هیواد کې ډیر ملاتړي لري.

Brasilien Gerichtshof verhandelt über Haft von Ex-Präsident Lula
انځور: Getty Images/AFP/M. Schincariol

د لولا ځیني پلویان په دې نظر دي چې د هغه پر وړاندې دغه اقدام په اصل کې ولسمشري ته د هغه د رسیدو د مخنیوي هڅه ده. د نوموړي یو پلوي وايي: «هغه تل له دې امله مصروف وو چې څوک له لوږې ونه ځوریږي او دا چې ټول باید د ښو زده کړو حق هم ترلاسه کړي.»

خو په عین وخت کې د نوموړي مخالفين بیا په دې باور دي چې د قانون حاکمیت دقیقا په داسې یو وخت کې عملي شوی چې په دې هیواد کې اداري فساد پراخ شوی او ګڼ شمیر سیاسي او سوداګریز مدیران هم په دې راز فسادونو کې ښکیل دي.