1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برتانيې په انتخاباتوکي هيڅ ګوند ښکاره برياليتوب نلري

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۷, جمعه

په انګلستان کي دکارګردګوند له13کلن حکومت څخه وروسته ، په حکومت کونکو کي بدلون راځي . ځکه چي په پارلماني ټاکنوکي دمحافظه کار ګوند ښکاره بريا تر سترګو کيږي

https://p.dw.com/p/NGv7
انځور: AP

درايو دتراوسه شميرنو له مخي محافظه کارانو په سلوکي څلور اضافه رايي ګټلي ،پداسي حال کي چي کارګر ګوند په سلوکي 7 رايي له لاسه ورکړيدي .

دمحافظه کارانومشر ديويد کمرون په خپلي لمړۍ دريز نيونه کي په خپلي بريا باور څرګند کړی او ويلي يي دي :

«زه پدي باوريم چي دکارګر ګوند په ښکاره ډول په هيواد کي دحکومت دکولو ماموريت له لاسه ورکړيدی . دډيرو تلويزيونونو دپيشګوييو له مخي کيدای شي چي محافظه کاران به په پارلمان کي 305 څوکۍ ترلاسه کړي . په هغه صورت کي به دوی دمطلق اکثريت لپاره 21 رايي کمي ولري ، اوددي لپاره دنورو ګوندونو ملاتړ ته اړه لري .»

دتراوسه شميرل شويو رايو له مخي د آزادو ديموکراتانو نتيجه هم چنداني ښه نده . دوی يوازي په سلوکي يوه اضافه رايه ګټلې ده . ددوی دزياتره بريا انتظارکيده . ځکه چي له ټاکنو څخه پخوا نظر پوښتنوکي ددوی دپلويانو شمير زيات وو، خو اوس داسي بريښي چي په پارلمان کي به ډيري څوکۍ تر لاسه نشي کړای .

Großbritannien / Cameron / Wahl
دمحافظه کار ګوندمشر ديويد کَمرونانځور: AP

کمرون دې ته کومه اشاره نده کړې چي له نورو ګوندونو سره خبري کوي اوکه نه . پخوا له ټاکنو ويل کيدل چي دي به له آزادو ديموکراتانو سره دګډکار هڅه وکړي ،تر څوچي دخپل حکومت لپاره په پارلمان کي ستر ډيره کي تامين کړي .خوکمرون يوازي دومره ويلي دي چي :

«دټاکنو لدې نتيجې څخه په ښکاره ډول څرګنديږي چي دمونږ هيواد دبدلون دراتلو غوښتونکی دی اوددې بدلون لپاره نوي لارښود ته اړه ده . نوهرڅه چي نن وشي مونږ هڅه کوو چي دا لارښودنه ترلاسه کړو. اودخپل هيواد لپاره يوپياوړی ، ثبات لرونکی اومصمم حکومت منځته راوړو .»

خولمړي وزير براون تراوسه هم په خپل پړوالي اقرارندی کړی او وايي:

«وروسته له ټاکنو څخه ددې هيواد په وړاندي زما مکلفيت دادی چي لويه برتانيه يو پياوړی او ثبات لرونکي حکومت ولري ، کوم چي بايد ددي توان ولري چي نوموړي هيواد ته دغوړيدلي اقتصاد په لوري لارښونه وکړي او په سياست کي پراخه سمښتونه راولي چي ورسره پراخه موافقه شته .»

خوبراون به که دټاکنو وړاندي ليدونه سم وي، له آزادو ديموکراتانو سره په ګډه هم په پارلمان کي ډيره کي تر لاسه نشي کړاي ، چي علت يي دازادو ديموکراتانو لږي رايي دي .

دآزاد ديموکرات ګوند دانګلستان دټاکنو داکثريت دنظام له امله تل بيرته پوري وهل کيږي ،دوی د2005کال په ټاکنوکي په سلوکي 23رايي وړي وې، خو په پارلمان کي يي په سلو کي لس څوکۍ ترلاسه کړای شوای .

دانګلستان دپارلماني ټاکنو دنتيجي انتظارداروپا د غرمي مهال ته ويستل کيږي .

ټورسټن/ رحيله اميری

کتونکی : محمد قاسم نوري