1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برليناله په فستيوال کې د ښځو غږ

۱۳۹۶ بهمن ۲۹, یکشنبه

په دې وروستيو کې د نارينه و او ښځو د برابرۍ او د ښځو په وړاندې د ظلمونو په هکله خبرې ډېرې شوې دي. دا په آلمان کي د برليناله په نوم د فلمونو د فستيوال مهم موضوعات هم دي.

https://p.dw.com/p/2st4s
Berlinale 2018 Filmstill Kaoticni Zivot Nade Kadic
انځور: Jorge Bolado

د «مي ټو» په نوم د ښځو د ځورونې ضد کمپاين سږ کال د برليناله د فلمونو په فستيوال کې هم ډېر مطرح دی. له دې کبله د آلمان د حکومت د کلتوري چارو استازې، مونيکا ګرويترس، هم دغه دغه موضوع ياده کړې ده: د برليناله د فلمونو په ۶۸م نړيوال فستيوال کې يې د مارلېنه ديتريش په نوم مشهوره فلمي لوبغاړې ياده کړه چې سګرېټ يې څکول او پتلون او جاکټ يې اغوستي ول چې په دې ترتيب يې د هغه وخت بين المللي دودونه تر سوال لاندې راوستل. له دې کبله د کلتوري چارو د استازې په خبره «لا پسې ترخه خبره دا ده چې مېرمنو ته د فلمونو په نړۍ کې تر اوسه پورې داسې نقشونه ورپه غاړه کيږي چې نه غواړي ادا يې کړي». د هغې په خبره دغه علت دی چې «د اوونيو راهيسې د داسې نارینه و په هکله خبرې کوو چې يوازې د لمبا چپنه يې اغوستې وي د دې پر ځای چې هغه ښځې يادې کړو چې پتلونونه يې په تن وي.»

تکړه ښځې، پياوړې سينما

له دې کبله بايد د هغو ښځو په هکله خبرې وشي چې د برليناله د فلمونو د فستيوال په جريان کې تل حاضرې وي، که هغه د کمرې پر مخ يا د کمرې تر شا ولاړې وي. زوزانه ولف بې له شکه دغسې يوه ښځه او يوه وتلې فلمي لوبغاړې ده. هغې د «ستيکس» په نوم په ډرامه کې د يوې مينه ناکې او همداراز بريالۍ ډاکترې نقش لوبولی دی. دغه ډاکتره په خپلو رخصتيو کې غواړي چې خپل يو خوب په رښتيا بدل کړي او د جبل طارق له لارې د اسېنسيون ټاپو ته سفر وکړي. هغه په خپله بادي کښتۍ کې يوازې ده او هغه چلوي، چې په دې وخت کې طوفان شروع او د مهاجرو او کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شي چې خلک يې په اوبو کې غرقيږي. د وضعيت د خطرناکوالي په خاطر هغه يوازې خپل ژوند ژغوري او د مرستې په مقصد زنګونه وهي، خو هيڅوک له دغو کډوالو سره بيا کمک نه کوي. هغه له دې کبله په يوه اخلاقي کشاله کښېوزي. د «ستيکس» په نوم دغه فلم د «پانوراما» په نوم کټيګورۍ کې وړاندې کيږي چې د ۴۷ فلمونو څخه يې ۳۴ فلمونه د ښځو له خوا جوړ شوي دي او په ۲۷ فلمونو کې يې مېرمنو لارښوونه کړې ده. د فلمونو ښځينه چمتو کوونکې دلته په برليناله کې ډېرې دي چې ۳۷،۵ فيصده فلمونه يې د ښځو له خوا جوړ شوي دي. تر ټولو زيات بيا د ماشومانو او ځوانانو فلمونه د ښځو له خوا جوړيږي، خو د طلايي يږه د جايزې په سر سيالۍ کې بيا د ښځو څرک ډېر نشته. 

د پخوا يادونه

اتريشۍ د فلمونو جوړونکې، روت بېکرمن، د مثال په توګه پخوانۍ ويډيوګانې راسپړلې دي. دا د ۱۹۸۶ کال هغه احتجاجونه ول چې د اتريش ولسمشرۍ ته د کانديد، کورت والدهايم، پر ضد راپورته شوي ول. والدهايم چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم و، غوښتل چې د اتريش د تر ټولو لوړې چوکۍ په اشغالولو سره خپل کاري ژوند اصلي اوج ته ورسوي. خو هغه له نازيانو سره خپل پخواني ارتباطات پټ ساتلي ول. روت بېکرمن په خپل فلم کې دغه ټول واقعيتونه په ډېر ښه او ځيرک شکل رانغښتي دي چې په دې ترتيب دا هم يو پياوړی فلم دی چې د يوې تکړه مېرمنې له خوا چمتو شوی دی.

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه د انځورونو ګالري ووينئ (18.02.2018):