1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين د بريد نیول سوی شکمن کس خوشي کړل سو

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ په برلين کي د بريد په شک نيول سوی پاکستانی کس بېرته خوشي کړل سو. ويل سوي چي د دغه کس د په توقيف کي ساتلو له پاره اړين ثبتونه او نخښې نښانې نه وې موجودي.

https://p.dw.com/p/2UcbB
Deutschland LKW nach dem Anschlag am Breitscheidplatz in Berlin
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان په پلازمېنه برلين کي د کرسمس پر بازار د لارۍ موټر په مرسته تر بريد څخه ۲۴ ساعته وروسته نيول سوی شکمن کس خوشي کړل سوی دی. د دغه کس په هکله د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر د سه شنبې په ورځ ماپښين په يو خبري کانفرانس کي وويل چي په پاکستان کي زېږېدلی دی.

توماس ديميزير د تورن کس په هکله وويل چي دوه ځله د پناه غوښتنې د مرکې له پاره ورغوښتل سوی ؤ. د وزير په وينا يو ځل دغه کس د انټرويو په ورځ نه ؤ حاضر سوی او په دويم ځل يې غوښتنه کړې وه چي ورته د بلوڅي ژبي ترجمان مؤظف کړل سي. د وزير په وينا دا چي د بلوڅي ژبي ژباړونکی نه ؤ موجود نو په دويم ځل هم د دغه کس د پناه غوښتنې مرکه نه سوه تر سره.

د هغه وروسته چي په برلين کي د کرسمس پر بازار په يوې لارۍ موټر بريد تر سره سو، نو ګزمه کوونکي د پوليسو موټر يو کس ونيوی. ويل کيږي چي هغه موټروان چي په لارۍ موټر يې د کرسمس د بازار خلک ووژل او ژوبل کړل، وروسته له موټر څخه کښته سو او تښتېد. د لارويانو په اشاره پوليسو ياد پاکستانی ونيوی.

خو د سه شنبې د ورځي په جريان کي آلماني چارواکو بيلو رسنيو ته داسي معلومات ورکړل چي ګواکي د نيول سوي کس په هکله يې د رسمي تور لګولو له پاره اړين ثبوتونه او نخښې نښانې نه دي موندلي.

په داسي حال کي چي د بريد له پاره احتمالي تښتول سوی لارۍ موټر په ډزو د موټروان د وژلو وروسته د بريد له پاره کارول سوی ؤ، نو د نيول سوي کس جامي معاينه کړل سوي. د آلمان د يو شمېر رسنيو د راپورونو له مخي د نورو نخښو نښانو د نه شتون تر څنګ د نيول سوي کس پر جامو هيڅ ډول د وينو نخښي نه دي موندل سوي.

د آلمان مرکزي څارنوالۍ د آلمان په کارس روهه ښار کي د سه شنبې په ماښام رسنيو ته معلومات ورکړل چي د برلين د پيښي وروسته نيول سوی پاکستانی يې بېرته خوشي کړی دی. څارنوالۍ ويلي چي هيڅ ډول داسي شواهد او نښي نښانې يې ونه موندلې چي د نيول سوي کس د توقيف د اوږدولو سبب سي.

څارنوالۍ ويلي چي نيول سوي کس د نيول کيدو وروسته زيات معلومات چارواکو ته ورکړي خو په برلين په پېښه کي يې د هر ډول لاس درلودلو څخه انکار کړی دی.

په دې توګه سره د برلين د پيښي څخه ۲۴ ساعته څخه زیات وخت تېرېدو باوجوده لومړي مهم سوالونه لاجوابه پاته دي، چي دغه بريد چا کړی او لاملونه يې څه ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.07.2016):