1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين د عامه خدمتونو بودجه کميږي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د نوې سرشمېرنې پایلې ښايي په راتلونکې کې برلین له ستونزو سره مخامخ کړي. د دغه ایالت نفوس او د نوو احصائیو له مخې ۳.۵ میلیونه نه بلکې ۳.۳ میلیونه دی.

https://p.dw.com/p/18jUq
BERLIN, GERMANY - AUGUST 15: Tourists take pictures of the Brandenburg Gate on August 15, 2012 in Berlin, Germany. In 2010, nine million tourists visited the German capital, and ten million came in 2011, a new record. Tourism, a major industry for the city since the fall of the Berlin Wall, contributes 9 billion euros (USD 11.1 billion) into the local economy annually, and has a high employment impact, with 230,000 Berliners earning a living in the tourism sector. The increase in visitors is not limited to Berlin; 75 out of 80 German cities reported more tourists in 2011 over the previous year. (Photo by Adam Berry/Getty Images)
Bildergalerie Endlich Sommerانځور: Getty Images

د آلمان نفوس تر هغه څه یو نیم میلیون کم ښوول شوی دی چې تر اوسه پورې ویل کیدی. د آلمان په پلازمینه برلین کې د نفوس تفاوت تر نورو ځایونو ډیر وو. د نوو احصائیو له مخې د دغه ښار نفوس چې په خپله یو ایالت هم دی تر پخوا۱۸۰۰۰۰ کسان کم دي. د غه موضوع ښایي د برلین پر ایالتي بودجې باندې ناوړه اغېزه وکړي.

په برلین کې د «نفوس او ودې» انستیتیوت مشر راینز کلینگهولتس، وايي: «د شرقي او غربي آلمان تر یو ځای کیدو وروسته هغه خوبونه چې برلین به په یوه څلور، پنځه میلیوني ښار باندې بدل شي، په بشپړه توگه غیر واقعي دي.»

برلین جذاب پاتيږي، خو لا پسې ناداره کیږي

د نویو شمیرو له مخې د آلمان نور ایالتونه هم له هغه تر هغه کم نفوس لري، چې اټکل يې کیدی. خو دغه موضوع تر نورو ډیر برلین ته چې د اروپا یو له جذابو ښارونو څخه دی، ډیر مالي زیانونه لري. ځکه د آلمان دغه مقروضه ایالت ته کم نفوس د «ایالتونو د مالي توازن د ساتلو» په نوم له صندوق څخه د لږو پېسو د ترلاسه کولو په معنی دي.

د دغه صندوق له لارې د آلمان بډایه ایالتونه د هغو ایالتونو مالي ملاتړ کوي چې له مالي ستونزو سره لاس او گریوان دي. د بلگې په توگه یوازې په ۲۰۱۲ کال کې د آلمان د ۱۶ ایالتونو تر منځ څه نا څه ۱۶ میلیونه یورو وویشتل شوې. د دغو مرستو له جملې څخه برلین ۳.۳ میلیارده یورو تر لاسه کړې وې. په دې ترڅ کې د بایرن بډایه ایالت نورو ایالتونو ته څه نا څه څلور میلیارده یورو ورکړې وې.

په مارچ میاشت کې د بایرن او هسن ایالتونو له نورو ایالتونو څخه د لوړ مالي ملاتړ له کبله په رسمي ډول شکایت وکړ او ویې غوښتل چې د برلین او شلیزویگ په شان د ضعیفو ایالتونو دې لږ مالي ملاتړ وشي. اوس چې د برلین نفوس تر هغه څه چې تر دې پخوا ویل کیده پنځه سلنه کم دی، ښايي د بایرن او هسن ایالتونه پر خپلې مخکینی ادعا باندي ټینگار وکړي.

د بایرن او هسن ایالتونو د ادعا پر اساس له دې کبله چې د «ایالتونو د مالي توازن د ساتلو» د صندوق مرستې، د یوه ایالت د ټولو اوسیدونکو د مالي توان پر اساس محاسبه کیږي، اوس نو چې د برلین نفوس پنځه سلنه راکم شوی دی، نو د هغه د اوسیدونکو د منځني عاید کچه لوړیږي. او په دې ترتیب سره برلین ته له تیوریک لحاظه د لږو مرستو د رسولو ضرورت احساسیږي.

خو د راینز کلینگهولتس په حواله په داسې حال کې چې د نوو سرشمرو له مخې به برلین له نورو ایالتونو څخه د پخوا په پرتله لږ پېسې تر لاسه کړي، خو هغه باید اوس هم خپل پورونه جبران کړي.

په راتلونکې کې به د برلین د عامه خدمتونو کلنۍ بودجه څه نا څه نیم میلیارد کمه وي. پر دې سربیره ښایي برلین نور ایالتونو ته څه نا څه یو میلیارد یورو بیرته ورکړي.

په آلمان کې تر ۱۹۸۱ او ۱۹۸۷ کال وروسته د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۱ کال سرشمیرنه وشوه چې د پایلو له مخې یې د دغه هیواد نفوس تر هغه څه چې تر اوسه پورې ویل کیده، ډیر کم دی.