1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين قاتل چيري دئ؟

۱۳۹۵ دی ۱, چهارشنبه

وروسته له هغې چې پولیس د برلین د ترهګریز برید یواځینی تورن کس بیرته له دې امله خوشې کړ چې په هکله یې په کافي اندازه شواهد ونه موندل شول. اوس د دې ښار پولیسو د ممکنه بریدګر د موندنې عملیات پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/2UdMe
Deutschland LKW nach dem Anschlag am Breitscheidplatz in Berlin
انځور: Reuters/H. Hanschke

په برلين کي د کريسمس پر بازار د يرغل په تور د نيول شوي کس تر آزادېدو وروسته، د آلمان پولیسو د یو یا ډیرو بریدکوونکو د موندنې عملیات پیل کړي دي. د دوشنبې په ماښام د لارۍ موټر په يرغل کي ۱۲ کسان ووژل شول او نژدې ۵۰ نور ټپيان شول.

د آلمان پولیسو د چهارشنبې په ورځ په برلین کې د کریسمس پر بازار د برید په پیښه کې د موټروان د موندني عملیاتو ته زور ورکړی دی. د دغي پيښي مسئوليت اوس ترهگري ډلي داعش پر غاړه اخيستی دی.

د سه شنبې په ورځ پولیسو د یادې پیښې په تور یوازینی نیول شوی کس (۲۳ کلن پاکستانۍ مهاجر) له هغه وروسته بیرته آزاد کړ چې په دې پیښه کې یې د لاس لرلو په اړه په کافي اندازه شواهد و نه موندل شول. د دغه کس تر آزادې وروسته «اعماق» خبري آژانس چې د داعش د فعاليتونو خبرونه خپروي داسي يو خبر خپور کړ چې گويا يرغل د دوی يوه سرتيري کړی دی.

په دغه خبر کي راغلي «دغه عمليات د هغو حکومتونو د وگړو پرضد سوي چي په نړيوال ائتلاف کي ونډه لري.» د داعش له خوا د دغې ادعا په هکله تراوسه کره شواهد په لاس کې نه شته، خو داعش زیاتره د داسې بریدونو مسئولیت اخلي چې دوی نه وي کړي.

تر دې وروسته بيا د جرمني چارواکو همدا راز ویلي دي چې بریدګر ممکن په وسلو سمبال او خطرناک وي. د برلین د پولیسو مشر، کلاوس کاندیت په دې هکله وویل: «کیدای شي په دې سیمه کې یو خطرناک مجرم کس شتون ولري.» هغه له خلکو وغوښتل چې بیداره اوسي.

د پولندي موټر چلونکي او بریدګر نښته

 په هغه لارۍ موټر کې چې په برلين کې د کريسمس په بازار کې پر خلکو ورځغلول شوی، يوه پولنډی مړ موندل شوی. د راپورونو له مخي د دغه کس له جسد څخه داسې ښکاري چې هغه دي له بریدګر سره مقاومت کړی وي. د وژل شوي کس د ماما زوی اریل زوراوسکي، وايي چې د هغه پر بدن د مرمۍ او چړې نښي دي.

هغه د سه شنبې په ورځ د پولنډ ټي.وي.ان تلویزیوني چینل ته وویل چې د ماما د زوی مخ يې پړسېدلی وو او په وینو ککړ وو او دا له ورایه ښکاریده چې هغه له بریدګر سره نښته کړې ده.

پولیسو هم تائید کړې ده چې وژل شوي پولنډي موټر نه چلاوه او موټر چلوونکی بل کس دی. داسي ښکاري چې بریدګر دي دغه پولنډی لارۍ موټر برلین ته څیرمه تښتولی وي. د پیښي په سیمه کې وسلې هم نه دي موندل شوي.

په ورته وخت کې د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل چې د سه شنبې په ورځ یې د پیښې له سیمې څخه لیدنه وکړه، دغه پیښه د یو ترهګریز برید په توګه یاد کړ. د پیښې قربانیانو ته د درناوي له پاره د سه شنبې په ماښام د پیښې سیمې ته څیرمه د ګڼ شمیر مذهبونو له خوا د خواخوږۍ مراسم ترسره شول. ویرجنو خلکو ګلان ایښودل، شمعې یې بلولې او پیغامونه یې لیکل.