1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين ډيوال د ړنګولو شلمه کليزه ولمانځله

۱۳۸۸ آبان ۱۹, سه‌شنبه

د برلين ښار کې د براندنبورگر نومې دروازې په وړاندې پر Pariser نومي ډگر باندې خلک راټوليږي. ښايي چې لږترلږه يو لک کسان وي. تر سخت باران لاندې د چتريو يو سمندر جوړ شوی.

https://p.dw.com/p/KT3K
د برلين د براندېربورګ په دروازه کې جشن او راغونډ شوي ګډون کوونکي
د برلين د براندېربورګ په دروازه کې جشن او راغونډ شوي ګډون کوونکيانځور: AP

د برلين د ښار آرکستر تر يو لوی تجير لاندې تياري نيسي. د هغه مخامخ يو زيات شمېر دولتي مېلمانه ناست دي. آرکسترا د ريچارد واگنر په يوه ټوټه موسيقي سره مجلس پيل کوي:

په ميدان کې حاضر کسان پرته له دې نه چې د بدې هوا پروا ولري، موزيک آوري. ډېر کسان له لېرو ځايونو څخه راغلي تر څو د برلين د دېوال د نړېدنې د شلمې کاليزې په جشن کې گډون وکوي.

(دلته يو سړی څرگندوي: موږ غوښتل چې په دې مېله کې برخه واخلو، هغه وخت د برلين د دېوال د نړونې په وخت موږ لا کوچنيان وو. يوه مېرمن وايي: په رښتيا سره چې ډېر ښه صحنه ده. يوه بله مېرمن پرې ورزياتوي: هو وروسته له شلو کالونو يو ځل بيا ووينو، هغه وخت د برلين د دېوال له ړنگېدنې څخه خبر شوو او اوس گورو چې څه روان دي. يو بل کس بيا په ډاگه کوي: ډېر ښه، خلک مېلې ته په مينه سره راځي، او باور نه کيږي چې وخت څومره ژر تيريږي - شل کاله)

کله چې پلاسيدو دومنگو Placido Domingo د برلين د هوا په هکله يوه سندره بولي، نو چترۍ په خوځېدا راځي او خلک د موزيک له ټال سره زانگي:

له هغه وروسته وياړين يا افتخاري مېلمانه د مکروفون شا ته راځي. په ډاگه کوي، چې په برلين کې له خلکو سره په جشن کې د دوی برخه اخيستنه څومره د اهميت وړ ده:

(دا د امريکې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيره هلري کلنټن ده چې وايي: موږ پوهيږو چې په مليونو زړونه، سرونه او لاسونه د هغو کسانو شا ته ولاړ وو، چا چې په اصطلاح ديوال ړنگ کړ.)

د امريکې د بهرنيو چارو وزيره هلري کلنټن له دې څخه غږيږي، چې د برلين د دېوال د نړښت شا ته څو مليونه انسانان ولاړ وو، کوم چې هېڅ سياستمداران نه وو. دې د امريکې د مشر بارک اوباما يو ځانگړی پيغام هم له ځان سره راوړی وو.

د آلمان لومړۍ وزيرې ميرمن انگيلا ميرکل يوه له احساساتو او ويناوو ډکه ورځه تېره کړېده، او له نړيوالو مېلمنو څخه د آلمان د بېرته يووالي په لاره کې د دوی د ملاتړ مننه کوي:

(تاسې زموږ پر هېواد ډېر زيات اعتماد کړی دئ. د هغه له کبله هم موږ درڅخه د زړه له کومي مننه کوو.)

د دې تر څنگ د پارلمان شا او خوا په زرگونو کسان انتظار دي، چې دېوال بيا ړنگ شي. هغه چې له ١٠٠٠ کاغذي خښتو څخه جوړ او د ١٥٠٠٠ کوچنيانو لخوا رنگارنگ رنگ شوی وو.

هو وخت رارسيږي، دېوال لويږي او هم هغه دي، چې د پلازمېنې برلين په مرکز کې جشن شروع کيږي.

محمد عارف
کتونکی: یحیی وردک