1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلیناله فلمونو نړیوال فیستیوال پیل شو

ګل غوټۍ پوپل (سیلکې بارتلیک)۱۳۹۱ بهمن ۱۹, پنجشنبه

فبروري په برلین کې سړه او باراني وي، خو بیا هم هرکال په دې میاشت کې برلین د «برلیناله» د فلمونو نړیوال فیستیوال کوربه وي. دغه فیستیوال ته د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د سینما نامتو ستوري، فلم جوړوونکي او نور مېلمانه راځي.

https://p.dw.com/p/17aKm
Bildnummer: 55532832 Datum: 10.02.2011 Copyright: imago/imagebroker Eröffnung der 61. Berlinale,
Deutschland Berlinale Palastانځور: imago/imagebroker

دغه فیستیوال سږ کال د ۶۳ ځل له پاره د فبروري په اوومه نېټه پیل شو. د برلیناله فیستیوال د مشر «دیتر کوسلیک»، په خبره به سږ کال بیا هم په دې فیستیوال کې د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه مختلف فلمونه نندارې ته وړاندې شي.

په سږني برلیناله کې ټول ټال ۴۰۴ فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي چې د «طلایي او نقره یي خرسونو» د جایزې د لاس ته راړولو له پاره به له یو بل سره سیالۍ وکړي.

د بوزنیا له هیواد څخه د اوسکار د جایزې ګټونکي دانیس تانوویچ، د روما له قبیلې څخه د یوې کورنۍ په اړه یو فلم جوړ کړی دی چی په «بوزنیا هیرڅیګووینا» کې ژوند کوي. د دغه فلم لوبغاړي مسلکي کسان نه دي او د فلم له ځینو برخو څخه هم د لاسي کمرو په واسطه فلم اخیستل شوی دی.

خو د امریکایي فلم جوړوونکي ‎ګس فان سنت، سیاسي فلم بیا اوسنیو طبیعي او بیولوژیکي حوادثو او شخړو ته ځانګړی شوی دی. دیتر کوسلیک په دې اړه وایی: «دغه فلم د ځمکې د تصرف کولو په اړه دی. موږ به د دغه فیستیوال په پیل کې د ګس فان سنت دغه فلم نندارې ته وړاندې کړو. دا یوه ډېره مهمه موضوع ده چې څرنګه له ځمکی څخه طبیعي ګاز په لاس راځي. په امریکا کې لا پخوا دغه کار معمول وو. داسې یو میتود چې ډیرې خرابۍ رامنځته کوي، او په واضح ډول پر طبیعت، ژوو او انسانانو باندې اغیزې کوي.»

خو لیدونکي د جعفر پناهي او کمبوزیا پرتوي د« پردې» تر نامه لاندې فلم ته هم له ډیرې تلوسې سره سترګې په لار دي. دغه فلم د دوو کسانو په اړه دی چی په داسې یوه کور کې بندیان دي چې بهر هیڅ څه هم نه ویني.

د ایران یوې محکمې په ۲۰۱۰ کال کې پناهي ته اجازه نه وه ورکړې چی په دې اړه فلم جوړ کړي. ځکه چې د هغه دا کار یې په ایران کی د سیاسي نظام پر ضد یو ډول پروپاګند بللی وو.

د برلیناله په نړیوال فیستیوال کې به یوازې یو آلمانۍ فلم نندارې ته وړاندې شي. دغه فلم ګولد نومیږي چې په کې نومیالۍ لوبغاړې نینا هوس، مرکزي نقش لوبولی دی.

فرانسوي فلم جوړوونکي کلود لنڅمن، هم خپل مستند فلم د طلایي خرس جایزې ته نومولی دی. د فیستیوال مشر دیتر کوسلیک په دې اړه وایي: «زما په نظر کلود لنڅمن د هولو کاوست په اړه یو ډېر مهم فلم جوړ کړی دی. دغه فلم به موږ په بشپړ ډول نندارې ته وړاندي کړو. زه فکر کوم چې له دې کار سره به مو نه یوازې له کلود لنڅمن څخه یادونه کړې وي بلکې دا به د برلینالي په تاریخ کې لومړۍ ځل وي چې د مستندو فلمونو د یوه جوړونکي ستاینه کیږي.»