1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برماپوځي حکومت د سوليزو لاريون کونکو په وړاندي د زورڅخه کاراخستی

۱۳۸۶ مهر ۴, چهارشنبه

په برما کي له څو ورځو سوليزو لاريونونو وروسته اوس حالات کړکېچن سوي.

https://p.dw.com/p/DKD6
د پوليسو له حملو څخه زده کونکي او د يني مرتاضانو د تېښتي لاره غوره کړې.
د پوليسو له حملو څخه زده کونکي او د يني مرتاضانو د تېښتي لاره غوره کړې.انځور: AP
عيني شاهدان وايي په پلازمېنه رنگون کي د ولتي پوليسو پر هغو لاریون کونکو باندي حمله کړي چي د پوليسو له گواښونو سره سره د يوه بودايي معبد په وړاندي راوتلي وو.
د پوليسو له حملو څخه زده کونکي او د يني مرتاضانو د تېښتي لاره غوره کړې.
رپوټونه وايي چي پوليسو ډ يري تبخانې او د مرتاضانو هستوگنځي کلا بند کړې دي.
د مخالفي مشرې سان سوکي د گوند اداره هم ترسختي څارني لاندي نيول سوې.
بله خوا اروپايي ټولني د برما پوځي حکومت ته گواښ کړي چي د سوليزو لاريون کونکو په وړاند د زورزياتي څخه کار وانخلي.
د اروپايي ټولني پرتگالي مشر په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د عمومي غونډ ي په ترځ کي په ډاگه ويلي کچيري د برما حکومت لاريونونه په زور سره منع کړي ، نو د جنوبي آسيا پردې هيواد باندي به اقتصادي بند يزونه نورهم مضبوط کړي.
په پاريس کي د فرانسې حکومت د برما سفير ورغوښتی او ورڅخه يي د ټولو سياسي بند يانو د آزاد ولو غوښتنه کړې ده.