1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا حکومت د بريگزيټ په تړاو قضيه وبايلله

۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبه

د بريتانيا حکومت له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو په تړاو قضيه په محکمه کي وبايلله. محکمې په خپله پريکړه کي حکومت د پارلمان په رايه اخيستلو مکلف کړ.

https://p.dw.com/p/2S5D9
Großbritannien Parteikongress der Konservativen in Birmingham
انځور: Getty Images/C. Court

د بريتانيا ستري محکمې له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو بهير د پېل په تړاو خپله فيصله واوروله. د دغې فيصلې له مخي د بريتانيا حکومت يوازي هغه وخت له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو پروسه پېلولای سي، چي پارلمان د دغه کار په تړاو رايه ورکړي.

په دې توګه سره نو د حکومت پر ضد عريضه کوونکو دغه قضيه وګتله. دا په داسي حال کي ده چي د بريتانيا لومړۍ وزيري تېرېسا مې، له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو په ترڅ کي له پارلمان څخه د رایه اخيستلو غوښتنه رد کړې وه.

لومړۍ وزيري مې، غوښتل چي د بريتانيا حکومت بېله دې چي پارلمان وپوښتي له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو پروسه پېل کړي. خو په لندن کي د بريتانيا ستري محکمې حکومت د پارلمان په رايه اخيستلو مکلف کړ. د بريتانيا لومړۍ وزيره کولای سي چي د لندن د يادي محکمې د فيصلې پر ضد استناف محکمې ته مراجعه وکړي.

که د لندن د محکمې پريکړه عملي سي نو ښايي لومړۍ وزيره د بريگزيټ يا له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو پروسې په پلان سوي وخت کي له ستونزو سره مخامخ سي.

لومړۍ وزيره غواړي چي د برېگزيټ دغه پروسه د راتلونکي مېلادي کال د مارچ مياشتي په آخر کي پېل کړي. خو دا چي ايا هغه به د دغه کار له پاره پر سم وخت د پارلمان رايه ترلاسه کړای سي که نه، دا لا نه ده څرګنده.

د بريتانيا په پارلمان کي د حکومتي او همدا شان د اپوزيسيون پارلماني استازو څو ځله غوښتنه کړې وه چي پارلمان ته بايد د بريگزيټ پروسې د پېل په ترڅ کي د رايي حق ورکړل سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.04.2013):