1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا: که ايران مو کښتۍ خوشې نه کړې بد عواقب به ولري

۱۳۹۸ تیر ۲۹, شنبه

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ايران ته خبرداری ورکړ که د دوی تېل ليږدونکې کښتۍ يې ژر تر ژره خوشې نه کړه، نو«جدي عواقبو» ته دې منتظر وي. جرمي هانت پوځي اقدامات رد کړل او وې ويل چې دوی د ديپلوماتيکې حل لارې په فکر کې دي.

https://p.dw.com/p/3MNiY
Iran setzt britischen Tanker in der Straße von Hormus  fest
انځور: Irna

بريتانيا په هرمز تنګي کې د ايران د سپاه پاسداران سازمان له خوا د يوې برتانوۍ کښتۍ «ستينا ايمپرو» د توقيولو پر سر دغه هيواد ته خبرداری ورکړ.

د آلمانۍ ورځپاڼې «زود دويچه» د رپوټ په حواله، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هانت بريتانوۍ خبري رسنۍ «سکای نيوز» سره په يوه مرکه کې وويل: «دا زموږ له پاره بيخي په قطعي توګه روښانه ده، که چيرته دغه وضعيت ادامه وکړي، نو ډير جدي عواقب به ولري.»

خو هانت د ايران د دغه اقدام پر وړاندې د «قاطع ځواب» لفظ باندې د ټينګار تر څنګ وويل چې بريتانيا پر پوځي حل لارې فکر نه کوي، بلکې د دغې مسئلې د هوارولو له پاره پر ديپلوماتيکو حل لارو فکر کوي.

هغه د بريتانيا حکومت د بيړنۍ ناستې څخه د مخه وويل چې په دې اړه يې د خپل امريکايي سيال مايک پمپئو سره خبرې کړي او په دې هڅه کې دی تر څو د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره هم اړيکه ونيسي.

د بريتانيا د حکومت وياند د يادې غونډې وروسته وويل، چې د دغه هيواد کښتيو ته سپارښتنه شوې چې تر بل امر پورې په هرمز تنګي او د هغه په شاوخوا اوبو کې له تردد څخه ډډه وکړي.

د ايران سپاه پاسداران تر دې مخکې اعلان کړی وو چې په هرمز تنګي کې يې د«ستينا ايپمرو» تيل ليږدونکې کښتۍ چې د بريتانيا تر بیرغ لاندې چليږي، د «نړيوالو مقرراتو د نه رعايت کولو» په دليل توقيف کړې ده.

خو د دغه تېل ليږدونکي شرکت خاوند ويلي دي چې دغې کښتۍ ټول نړيوال سمندري قوانين رعايت کړي دي. د توقيف شوې کښتۍ «ستينا بالک» د شرکت رئيس اريک هانل په خبره، دغه کښتۍ ۲۳ کارکوونکي (عمله) لري چې د هندوستان، روسيې، فلپين او ليتوانيا هيوادونو اتباع دي. هغه ټينګار وکړ چې تر ټولو مهمه مسئله د دغو کارکوونکو امنيت او روغتيا ده.

 په دې منځ کې په هرمزګان ولايت کې د بندرونو عمومي مشر، د بندر عباس لنګرګاه ته د يوې بريتانوۍ تېل ليږدونکې کښتۍ د داخليدو څخه خبر ورکړی دی. دغه چارواکي ويلی دي: «اوس مهال د کښتۍ ټول ۲۳ تنه کارکوونکي د امنيتي دلايلو له مخې په کښتۍ کې دي.»

له دغې کښتۍ تر توقيف لږ وروسته داسې خبرونه هم خپاره شول چې د «مصدر» په نوم د يوې بلې بريتانوۍ کښتۍ مسير ته هم تغیير ورکړل شوی دی. دغه کښتۍ د ليبريا بيرغ له ځانه سره ليږدوي خو په اصل کې د بريتانوي شرکت «نوربالک يوکې» تر مالکيت لاندې فعاليت کوي. دغه شرکت بيا لږ وروسته اعلان وکړ چې کښتۍ آزاده شوې او بيرته پر خپل مسير برابره شوې ده.

د رپوټونو له مخې دوه اوونۍ مخکې د «ګريس ۱» په نوم يوه روسۍ کښتۍ چې د ايران په اجاره کې ده په جبل اطارق تنګي کې توقيف شوې ده. د جبل اطارق چارواکو دغه کښتۍ «سوريې ته د تيل ليږدولو» په تور او دا چې «سوريې پر وړاندې د اروپايي اتحاديې تحريمونه يې نقض کړي» توقيف کړې ده. د جبل الطارق سترې محکمې د دغې ايرانۍ کښتۍ توقيف، د زمري مياشتې تر ۲۴مې پورې تمديد کړی دی. اوس داسې ښکاري چې ايران به ښايي د بريتانوي تيل وړونکې کښتۍ د «ګريس ۱» په غبرګون کې توقيف کړي وي.