1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا شهزاده غواړي په کاناډا کي ژوند وکړي

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

شهزاده هېرې او د هغه مېرمن مېگن غواړي د بریتانیا له شاهي کورنۍ څخه ليري په کاناډا کي ژوند وکړي. هغوی هلته ډیر محبوبیت لري. خو صدراعظم ترودو غواړي لمړی د هغوی مالي امکانات معلوم سي.

https://p.dw.com/p/3WBxA
Kanada Prinz Harry und Meghan Markle in Toronto
انځور: picture-alliance/empics/N. Denette

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو ویلي دي چي مخکي تردې چي هغوی په کاناډا کي یو اپارتمان ونیسي، باید مالي امکانات یې معلوم سي. خو په اصطلاح د «میکزیت» خبره هم دقیقاً د «بریکزیت» په شان پر پیسو باندي ده: تر هغه وروسته چي شهزاده هېرې او مېگن په تعجب آوره ډول سره د بریتانیا له شاهي خاندان څخه د دباندي وتلو اعلان وکړ او ویې غوښتل چي له خپل زوی ارچئ سره یوځای په کاناډا کي د اوسیدو یوځای پیدا کړي، د کاناډا حکومت متردد او زړه نازړه دی.

London britische Tageszeitungen zu Prinz Harry und Herzogin Meghan
انځور: AFP/D. Leal-Olivas

حکومت تر اوسه پوري تصمیم نه دی نیولی چي ایا غواړي ددغه فامیل د ساتلو له پاره لازم پرسونل په اختیار کي ورکړي او هم یې تمویل کړي.

صدراعظم جستن ترودو وویل: «زه گومان کوم چي دا د ملاحظاتو یوه ضروري برخه ده او په دې ارتباط خبري جریان لري. خو موږ ډاډه نه یوو، چي وروستئ تصمیم به څه ډول وي.«

کاناډایان اساساً ددې ډیرملاتړ کوي چي دغي جوړې په خپل هیواد کي ژوند کړی وای.