1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريښنا د بيا رغوني تجهيزات کوترم پراته دي

نجيب الله زيارمل (فرانس پريس)۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبه

د افغانستان د بيا رغاوني له پاره د امريکا متحده ايالاتو د څارونکي د يوه راپور له مخي، د برېښنا شبکې د فعاله کېدو له پاره د ۱۳ ميليونو ډالرو په ارزښت سامانونه، د هغوی د نصبېدو د پلان د نه لرلو له وجي کوترم پراته دي.

https://p.dw.com/p/175L8
Afghanistan Stromnetzwerk in Kabul

د افغانستان د بيارغاوني له پاره د امريکا د څارني مشر وايي، چي د افغانستان د برېښنا شبکې د فعاله کېدو له پاره يوه قراردادي ته ۵،۷۶ ميليونه ډالر ورکړل سوي دي، خو ډير کار گردسره ترسره سوی نه دئ.

جان ساپکو، د امريکا له اړخه د افغانستان د بيارغاوني د څارني مشر په دغه راپور کي دغه راز ويلي دي: «د ۱۲،۸ ميليونو ډالرو په ارزښت تجهيزات چي په پام کي وه د ياغيانو پر ضد ستراتيژي د ملاتړ د عاجلو اړتياوو له پاره په مصرف ورسيږي، د پلان د نه لرو له وجي کوترم پراته دي.»

دغه سامانونه چي د مارچ په مياشت کي افغانستان ته لېږل سوي دي، د کندهار په هوايي ډگر کي کوترم سوي دي. دا ځکه چي د هغو د نصبولو له پاره يوه مشخصه طرحه وجود نه لري. يوه اندېښنه دا ده چي د دغه سامانونو د تضمين وخت تيريږي.

ساپکو په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان الن ته په يوه ليک کي کښلي دي، چي د افغانستان د برېښنا د تاسيساتو په جوړولو او رغولو کي له « افغانستان برېښنا شرکت» سره په کنترول کي مرسته وکړي.

هغه دغه راز ليکلي دي، چي د لوييس برگر، په نامه يوه کس ته په ميليونونه ډالر انتقال سوي دي، چي د «افغانستان بريښنا شرکت» په روزنيزه او تخنيکي برخه کي په مصرف ورسيږي. خو د هغه په خبره په سلو کي ۷۶ سلنه کار پای ته نه دی رسېدلی.

ساپکو ويلي دي، چي د دغو دوو نتيجو پر اساس بايد «د ۲۰۱۳ کال تر لومړيو پوري يو راپور وليکل سي».

د امریکا متحده ايالاتو له ۲۰۰۹ کال راهيسي د افغانستان د بريښنا شبکې د مدرن کولو او ښه کولو له پاره ۸۸ ميليونه ډالره مصرف کړي دي او د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پوري ئې په دې برخه کي د نورو ۱۵۷ ميليونو ډالرو د مرستي ژمنه کړې ده.

په دې راپور کي راغلي دي، چي د دغه تجهيزاتو، چي په کندهار کي کوترم دي، د نصبولو له پاره دي په افغانستان کی امریکايي قومندانان تصميم ونيسي.

ساپکو ويلي دي، چي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالي پراختيا د نمايندگۍ رئيس بايد د نومول سوو قرارداديانو کارونه بررسي کړي او د پيسو د بيرته تحويلولو په کار پسې سي.