1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانيا د شهزاده چارلز د کرونا تيست مثبت دی

۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبه

دا په اول سر کي لا معلومه نه وه چي د بریتانیا شهزاده چیري د کرونا په ویروس اخته سوی دی. که څه هم د هغه علایم ډیر کمزوري دي خو بیا هم نوموړی ۷۱ کلن د هغو کسانو په ډله کي راځي چي له ډیر خطر سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/3a1PD
Großbritannien Prinz charles mit Coronavirus infiziert
انځور: picture-alliance/dpa/PA-Wire/V. Jones

د کرونا په نوي ویروس باندي د بریتانیا شهزاده چارلز د اخته کیدو تيست مثبت ختلی. دغه خبر د انګلستان شاهي ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ په لندن کی ورکړ.

ویل کیږي چي د هغه په بدن کي ددغه ناروغي علایم ډیر کمزوري دي او له صحي لحاظه هم تکړه ښکاري. خو شهزاده چارلز د ۷۱ کلنو د عمر په درلودو سره په هغه ډله کي شاملیږي چی د کووید ۱۹ په نامه د سږو دغه نوي ویروس ورته ډیر خطرناکه تمامیږی.

د هغه میرمن ۷۲ کلنه شهزادګۍ، کامله تيست هم اخیستل سوی چي د هغه نتیجه منفي ختلې ده. دغه جوړه اوس د سکاتلنلډ د بالمورال په ماڼۍ کي په خپل کور کي منزوي سوی دی. دا چي نوموړي شهزاداه دغه ویروس څنګه اخیستی، په اول سر کي لا معلومه نه وه.

په خبر کي راغلي چي چارلز په تیرو اونیو کي د لیدنو کتنو په ډیرو غونډو کي برخه واخیسته. هغه اوس له خپل کور څخه رسمي کارونه پرمخ بیايي.

دا هم معلومه نه وه چي ۹۳ کلني ملکې دوهمی الیزابت او د هغې خاوند ۹۸ کلن فیلیپ به هم دغه ډول یو تيست کړی وي او که نه. هغوی دواړه په تیرو اونیو کي لا د لندن لویدځي برخي ته پرتې ماڼې، ویندسور ته تللي دي. دوی هم د خپل ډیر عمر له امله د خطر په ګروپ کي شاملیږي.

چارلز او کامله څو اونۍ مخکي لا په دغه ویروس په اصطلاح ریشخند واهه. کامله کله چي د مارچ په سر کي د ترانسپورت له یوه موزیم څخه لیدنه کوله او هلته یوې، یونفري کوټې ته ننوته نو وې ویل چي: دادی ما په خپله ځان منزوي کړ.