1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشارالاسد د هستوگن ځای په اړه معلومات نشته

۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبه

د سوریې دولتي ځواکونو د دمشق پر ځینو برخو بمباري کړې ده چې مخالفین ئې د تیرې ورځې د برید غچ اخیستل بولي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د تیرې ورځې راهیسې د اسد د ځای زیږي په اړه معلومات نشته.

https://p.dw.com/p/15at8
انځور: picture-alliance/dpa

تیره ورځ په دمشق کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې د دفاع د وزیر په گډون یو شمیر جگپوړي چارواکي وژل شوي ول. د مخالفینو یو تن فعال هیتام العبدالله، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي دولتي ځواکونو د پلازمینې هغه سیمي بمبارد کړي دي چې له یاغیانو سره وسله والې نښتې پکښې رواني دي.

د تیرې ورځې په چاودنه کې د دفاع وزیر داود رجحه، د هغه مرستیال او د بشارالاسد اخښی آصف شوکت او د سوریې د مرستیال ولسمشر یاور حسن ترکماني هم وژل شوي دي.

دغه برید چې د سوریې د ملي امنیت په ودانۍ کې شوی وو پکښې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر هم سخت ټپي شوی دئ، خو د هغه برخلیک هم تر اوسه نامعلومه دئ.

تر دغه چاودنۍ وروسته د سوریې ولسشمر بشارالاسد هم هیڅ کومه بیانیه نه ده ورکړې او نه چیرې په کوم عامه محضر کې څرگند شوی دئ. د اپوزیسیون فعالینو د چهار شنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د جولایي ۱۸مه» د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې له دغه برید لږ وروسته بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره یو ځای خپل پلرني ټاټوبي ته چې د دغه هیواد په شمال ختیځه برخه کې پروت دئ تللی دئ.

د اپوزیسیون د فعالینو د وینا له مخې تر دغه بمي چاودنۍ وروسته د اسد د رژیم پلوي ځواکونو، پلازمینې دمشق ته څیرمه یو شمیر سیمي بمبار کړې دي چې په پایله کې ئې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي. د تیرې ورځې برید چې پکښې لوړپوړي دولتي چارواکي ووژل شول مسئولیت ئې د سوریې د آزادو سرتیرو په نوم اردو پر غاړه اخیستې ده.

نن «پنجشنبه د ۲۰۱۲م کال د جولایي نوولسمه» د اپوزیسیون فعالینو په انټرنیټ پاڼو کې د مړو انځورونه خپاره کړي او ادعا کوي چې دغه کسان د تیرې ورځې په بمبار کې وژل شوي دي.

په سوریه کې دغه نوی تاوتریخوالی په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری په سوریه کې د څارونکي ماموریت د مودې د غځیدو په اړه پریکړه کوي. په سوریه کې د څارونکي ماموریت د دریو میاشتو د کار موده د جمعې په ورځ پای ته رسیږي.

داسې اټکل کیږي چې د ملگرو ملتونو غړي به د سوریې په هکله پر یوه مسوده باندې رایه واچوي چې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د بندیزونو د لگولو خبردارئ هم پکښې شوی دئ. په عین وخت کې د بریتانیا لومړي وزیر له روسیې څخه غوښتي دي چې د دغي مسودې ملاتړ وکړي، د کیمرون په وینا اوس وخت رارسیدلی دئ چې اسد واک پریږدي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده که چیرې په دغه هیواد کې د قدرت د انتقال بهیر تر سره شي نو دا څرگنده خبره ده چې په دغه هیواد کې به کورنۍ جگړه پیل شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم