1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشرحقوق د چين د خلکو په جمهوريت کی

حسن »بری«۱۳۸۴ آذر ۹, چهارشنبه

د چين د خلکوجمهوريت له اقتصادی پلوه په ځليدونکی ډول وده اوپرمختگ کوی، خو د بشر د حقوقو د ښه کيدوپه برخه کی هرڅه ځای پرځای ولاړدی. د چين د خلکوپه جمهوريت کی د ٦٨ جنايتونولپاره د اعدام جزاټاکل شويده. د »تروريزم پرضدجگړې« ترپلمې لاندې، د اټکلونوله مخې، له ١٩٩٧ ميلادی کال راهيسی د کزينگيانگ په ولايت کی، څه باندی ٧٠٠ تنه مسلمان اويغور، د چين پرواکمنۍ باندی د نيوکو له کبله اعدام شويدی.

https://p.dw.com/p/DMrw
انځور: AP
د چين د دولت اوگوند مشر هو »جينتاو« تيره اونۍ، د دريو ورځو لپاره، آلمان ته سفروکړ. د آلمان سياسی مشرانو، د اقتصادی گټوله کبله، د دې پرځای چی د بشرد حقوقو د ترپښولاندی کولوله امله، پرچين باندی نيوکی وکړی، د هغه هيواد ستاينې ئی وکړې.