1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو د نړیوال منشور۷۰مه کالیزه

۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبه

«ټول انسانان آزاد زیږیدلي دي، د حیثیت او حقوقو له لحاظه ټول سره مساوي دي.» دا هغه لنډه، ساده خو ديره مهمه جمله ده چې۷۰ کاله مخکې د بشري حقونو د نړیوال منشور په تصویب سره نړیوالې ټولنې پرې هوکړه وکړه.

https://p.dw.com/p/39oaS
UN-Menschenrechtscharta
انځور: picture alliance/Photoshot

که څه هم نن په ټوله  نړۍ کې دغه اصل ترپښو لاندې کیږي، سره له دې ځیني دلایل شته چې ولې دغه ورځ باید ولمانځله شي. د ۱۹۴۸م کال د دسمبر مياشتي پر لسمه په پاریس کې د ملگرو ملتو د ۲۱۷ پریکړې له خپرولو سره نړیوالې ټولنې د ټولوانسانانو له پاره پر بنسټيزو حقوقو توافق وکړ. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه کوم الزامي تړون نه بلل کیږي. سره له دې هم د ملگرو ملتو د بشري حقونو د کمیسار، زید رعد الحسین د وینا له مخې دغې اعلامیې له «ډيرو انسانانو سره مرسته کړې چې له آزادۍ او عدالت څخه برخه من شي.»

په عین وخت کې د بخښني نړیوال سازمان پخواني عمومي منشي، سلیل شاتي د دغه سازمان په یو وروستي رپوټ کې لیکې دي چې د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې پر بشري حقونو باندي «له بده مرغه په منظمه توگه تیري کیږي.» د دې ترڅنگ د بشري حقونو د څارنې سازمان وايي چې د امریکا متحده ایالاتو په گډون د نړۍ ستري دیموکراسۍ هم «د عوامپالنې پر موضوعاتو باندي د خپلو کورني شخړو له امله» په اوسني وخت کې ډير زیاته لیوالتیا نه لري، څو په بهر کې د بشري حقونو د خوندي ساتنې له پاره مرسته وکړي.

دا چې د بشري حقونو د منشور ارزښتونو ته په څه سترگه کتل کیږي؟ دا چې په کومو برخو کې په دې اړه پرمختگونه او شاتگونه شوي دي؟ دې او دې ته ورته پوښتنو ته موږ له ځینو بیلگو سره ځوابونه چمتو کړي دي

د مریتوب پر ضد مبارزه

څلورمه ماده: «هیڅوک باید په مریتوب یا غلامۍ کې ونه ساتل شي. مریتوب او د غلامانو سوداگري له خپلو ټولو ډولونو سره منع دي.

چیرته مریتوب عمومیت لري؟

د ۲۰۱۷م کال نومبر: د متحده ایالاتو تلویزوني شبکې، CNN، یوه ویدیو خپره کړه چې پکښې ښکاره چې څرنگه په لیبیا کې ځوان نارینه د شکمنې غلامې په یوې داوطلبې کې پلورل کیږي.

د ۲۰۱۸م کال اکتوبر: یزدۍ مدني فعاله، نادیه مراد چې په ۲۰۱۴م کال کې داعش تښولې وه او د غلامۍ چلند ورسره شوی وو، او دغه راز د کانگو هيواد نسائی ډاکتر دنیس موکویج چې «له جنسي تیریو څخه د جگړې د وسیلې په توگه د کار اخیستلو ته د پاي ټکي ایښودلو له پاره یې له کلونو راهيسي مبارزه کړې ده» د نوبل د سولې په جایزې وویاړل شول.

د ۲۰۱۸م کال نومبر: د «های تیک» ستر شرکت «اپل» د استثمار پرضد د یو لړ تدابیرو د نیولو په خاطر د «مریتوب ته خاتمه ورکړی» تر نامه لاندې جایزه ورکړای شوه. تر دې مخکې پر دغه امریکايي شرکت باندې نیوکې شوې وې چې د خپل شرکت د فروشاتو په څانگو کې د ناوړه کار شرایطو پرضد یې په کافي اندازه عمل نه دی کړی.

که څه هم مریتوب یا غلامي په ټوله نړۍ کې منع دی، خو لاتراوسه هم ځینې مریتوب ته ورته وضعیت د نړۍ په مختلفو برخو کې لیدل کیږي. د استرآلیايي سازمان «واک فري فوندیشن» د نړیوال شاخص له مخې په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ۴۰ ميلیونه خلک په « عصري مریتوب» کې شپې او ورځې سبا کوي. د عصري مریتوب اصطلاح پر ځینو هغو چلندونو او اعمالو اطلاق کیږي چې نن سبا د پورونو په ځنحیرونو کې د انسانو بند پاتيدل، شاقه کارونو یا هم د بدلمنیو جبري کاروبار په بڼو کې يې بشري ټولنې شاهدانې دي.

چیرته ډیري «مریان» ژوند کوي؟

د کار د نړیوال سازمان «د کار د بنسټيزو اصولو او حقونو د څانگې» آمره، بیاته اندریس وايي:«عصري مریتوب په خاصه توگه په جگړه او کړکیچ ځپلو سیمو کې دير زیات پراخ دی.» د هغې د وینا له مخې «ځیني اوږدمهالې شخړې او بې ثباته وضعیتونه موجود دي چې ډيري وخت دولتي قدرت ور سره د مقابلې توان نه لري، لکه په افغانستان او او لیبیا کې. په داسې هیوادونو کې موږ د مریتوب، انساني قاچاق او شاقه کارونو د سترو خطرونو شاهدان یوو چې لمن یې وار په وار پراخیږي.»

د کار د نړیوال سازمان او د «واک فري فوندیشن» د یو رپوت له مخې عصري مریتوب ډير زیات په افریقا کې پراخ دی. د آسیا - پاسفیک، اروپا او منځنې اسیا سیمې د هغو په تعقیب کې راځي. دغه سازمانونه وايي چې د وړاندې شوو ارقامو په هکله، د اړینو اطلاعاتو د کمبود له امله، خصوصا په عربي سیمو او د امریکا په قاره کې باید سړی له احتیاط څخه کار واخلي. شمالی کوریا، اریتریا او بروندي د عصري مریتوب په لوړ مقام کې ځای لري، خو حتی په آلمان او بریتانیا کې هم خلک د دې ناوړه پدیدې قربانیان دي. په اپریل میاشت کې د اروپا شورا د خبر داری زنگ وغږاوه: «مریتوب د اروپا په اتحادیه کې د پرمختگ په حال کې دی، په ځینو هیوادونو کې د جنسي ناوړه استفادې ځای، د بشري قوې ناوړه استفادې نیولی دی، کوم چې د انساني قاچاق تر ټولو ناوړه بڼه ده.»

له بشري قوې څخه ناوړه استفاده نه یواځې د دغو هیوادونو په دننه کې، بلکي د مریتوب د نړیوال شاخص له مخې د نړۍ۲۰ ستر صنعتی دولتونه هرکال د ۳۵۴ ميلیاردو ډالرو په ارزښت مالونه له هغو هیوادونو څخه واردوي، چې په قوي احتمال د مریتوب د کار په نتیجه کې تولیدیږي.

څرنگه او چیرته د مریتوب پرضد هیوادونه عمل کوي؟

د «واک فري فوندیشن» د معلوماتو له مخې د نړۍ ۳۶ هیوادونه هڅه کوي چې په شرکتونو یا په عامه اکمالاتي څانگو د شاقه کارونو وضعیت وڅیړي، هغه څه چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د یو ښه پرمختگ نښانه گڼله کیږي. په سپتمبر کې د جي۲۰ د کار وزیرانو د عصري مریتوب پرضد د مبارزې له پاره پر یوې ستراتیژۍ موافقه وکړه. د کار د نړیوال سازمان غړې میرمن اندریس په نظر دا «مخ په وړاندي یو ښه گام» دی. دغه راز ډير شرکتونه هم اوس په دې لاره کې خپلو مسوولیتونو ته غاړه ږدي.

هغې وویل چې نه یواځې په صنعتي هیوادونو کې د مریتوب پر ضد د مبارزې اعلان شوی، بلکي «په بنگلدیش او اردون کې هم، چیرته چې اوس د نساجیو په فابریکو کې ډير زیات د مریتوب شرایط نه لیدل کیږي.» هغه زیاتوي: «په تیرو لسو او شلو کلونو کې هلته د نړیوالو فشارونو په نتیجه کې د پام وړ پرمختگونه شوي دي.»

خو دا چې په نړۍ کې عصري مریتوب به تر۲۰۳۰م کال پورې له مینځه ولاړ شي، څرنگه چې د ملگرو ملتو سازمان خپل هدف ټاکلی، د پوښتنې وړ مسأله ده. د کار د نړیوال سازمان فعاله، اندریس وايي: «که چیري سیاسي فشار جاري وساتل شي، تر۲۰۳۰م کاله پورې کیدای شي چې په اوسنې شمیره کې کمښت رامنځ ته شي، البته اراده باید موجوده وي، خو دغه ډول اراده په خپل وار سره د پوښتنې وړ ده.»

د ربړونې بیلگه

پنځمه ماده: هیڅوک باید تر ربړونې لاندې ونه نیول شي یا له هیچا سره باید په ې رحمې، غیر انساني یا په سپکاوي توگه چلند ونه شی یا سزا ور نه کړای شي.

چیرته ربړوني کيږي؟

وهل، ټکول، تجریدي زندان: په ټوله نړۍ کې د منع سره سره په گن شمیر هیوادونو کې ربړونې سرته رسول کیږي چې اکثرو ته یې دولتي قانونیت ورکړ شوی. د ۲۰۰۹م کال او ۲۰۰۴م کال پورې د بخښنې نړیوال سازمان د نړۍ په څه د پاسه ۴۰ هیوادونو کې د ربړوني او ناوړه چلند نور ډولونه ثبت کړي دي.

په دې وروستیو وختو کې په دې تړاو ډيري زیاتې څیړنې نه دي وړاندې شوي.  په آلمان کې د بښنې د نړیوال سازمان له څانگې څخه مریا شارلاو وايي: «ربړوني تل د تړلو دروازو تر شا کیږي. له دې امله سړی نه شي ویلای چې په دې برخه کې کمښت راغلی، ځکه په ټولیزه توگه ډير دولتونه د خپلو ولسي وگړو پرضد له ناوړه استبدادي چلندونو څخه کار اخلي.»

ډیر هیوادونه د ربړونې ضد تړونونه لاس لیک کوي، خو ولې بیا هم ربړونو ته دوام ورکول کیږي، دلیل یې څه دی؟

شارلاو وايي: «دولتونه غواړي چې ځانونه د بشري حقونو مدافعان ښکاره کړي.» د هغې په نظر «هغوی د دې هدف له پاره د ربړونې ضد تړونونه لاس لیک کوي، ځکه دا کار ورته آسانه دی، هغوی پوهیږي چې که په ربړنونو باندي لاس پوري هم کړي، څوک یې په آسانۍ سره پرې اثبات کولای نه شي، ځکه ربړوني تل په پټه ټوگه سرته رسول کیږي.» هغه یادونه کوي چې په دې برخه کې د «دولتي میکانیزمونو له لاري پلټنې کیږي»، نه د یو خپلواک میکانیزم له خوا. نوموړې زیاتوي: د پولیسو د اختیاراتو او واک اړوند قضیو کې حتی آلمان هم د پلټنې خپلواک میکانیزم نه لري.»

په عین وخت کې د ولسونو حقوق وار په وار خپل اهمیت له لاس ورکوي. د  بخښني د نړیوال سازمان د آلمانې څانگې مسئوله یادونه کوي: «د ځینو سیاستوالو لکه د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ یا هغه ته ورته نورو څرگندونې د دې خبرې ښه اثبات دی.» د بیلگې په توگه هغوی د ربړونو په هکله استدلال کوي: «دا کیدای شي چې د ولسونو له حقوقو سره سمون ونه لري، خو موږ یې سره له دې هم سرته رسوو.» هغه یادونه کوي چې دغه ډول سیاستوالان هڅه کوي چې ربړونو ته رسمي توجیه پیدا کړي، د بیلگې په توگه د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې. ترمپ د ۲۰۱۷م کال په پیل کې د«واتر بوردینگ» یا «په اوبو کې د مصنوعي ډوبولو» ربړونې څخه چې بارک اوباما په ۲۰۰۹م کال کې منع کړې وه، بیرته یادون وکړ.

چیري وضعیت نور هم خراب شوی دی؟

مصر تر ټول زیات د بشري حقونو د سازمانونو تر پام لاندی دی. د بخښني نړیوال سازمان د المانۍ څانگې مسووله، شارلاو وايي: «دغه هیواد یوه ښه بیلگه گنل کیږي، ځکه د عربي پسرلي له پیل سره انتظار کیدی چې دولتي ربړوني به ختمي شي، خو په عمل کې بل څه ثابت شول.» هغه وایې: «په ۲۰۱۳م کال کې قدرت ته د ولسمشر ال سي سي له رسیدو راهيسي د سیاسي بندیانو شمیر ډير زیات شوی دی»، د ملگرو ملتو د ربړونې ضد جرگه گۍ په مصر کې حتی د ربړونو له سیستماتیک چلند څخه خبرې کوي.

نوموړې یادونه کوی چې دغه راز په ترکیه کې د ۲۰۱۶م کال له ناکامي کودتا راهيسي په زرونو خلک زندانونو ته استول شوي دي، د هغوی اکثریت ربړول شوي دي. د بیلگې په توگه «هغوی ته خوراک او څښاک نه دی ورکړل شوی، یا هم وهل او ټکول شوي دي او یاهم پرې تیری شوی دي.»

د ولسونو د حقوقو دغې کارپوهې د ربړونې ضد مبارزه کې د ښه پرمختگ بیلگه ازبکستان وگاڼه. د مرکزی آسیا دغه هیواد پخوا هیڅکله خپلو زندانونو ته د بشري حقونو څارونکو ته د ورتگ اجازه نه ورکوله، چیرته چې سختي ربړوني کیدلې. خو «له هغه وخت راهيسي چې شوکت میرزایف د ازبکستان ولسمشر شوی دی، په دې برخه کې د پام وړ پرمختگ ښکاري چې حکومت د بشری حقوقو په وضعیت کې د سمښت له پاره هڅي کوي. د بیلگې په توگه میرزایف یو فرمان صادر کړی چې د ربړونو په نتیجه کې لاس ته راغلي شواهد او اسناد په جزايی محاکمه کې منع کوي.»

زموږ له آرشیف څخه: