1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو ادارې پر افغان دولت نیوکې وکړې

۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعه

د بشري حقونو فعالینو د افغان حکومت له له خوا د یوه سیاسي گوند د فعالیتونو د ځنډولو له امله پر دولت نیوکې کړي دي او د بیان پر آزادۍ ئې د محدودیتونو د لگولو په اړه خبر داری ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/15Fti

امریکا میشته د بشري څار ټولنې (Human Rights Watch) ویلي دي چې د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته په افغانستان کې دا لومړی وار دئ چې پر یوه گوند باندې د هغه د نظریو له امله بندیز لگول کیږي.

«د افغانستان د همبستگي حزب» فعالیتونه د روانۍ میاشتې په لومړیو ورځو کې ځنډول شوي دي. دغه حزب د اپریل په میاشت کې په کابل کې یو لاریون کړی وو چې پکښې د هغو جنگسالارانو او چارواکو چې پرې د بشري جرمونو تورونه لگول کیږي، د محاکمه کیدو غوښتنه شوې وه.

د بشري حقونو د څار ادارې له کابل څخه غوښتي دي چې پر دغه گوند لگول شوی بندیز لیرې کړي، ځکه چې دا د بیان د آزادې له قانون څخه سرغړونه ده.

د افغانستان د همبستگي حزب په ۲۰۰۴م کال کې تأسیس شوی دئ. دغه گوند د افغانستان په ولسي جرگه کې کوم غړی نه لري. د بشري حقونو د څار ادارې په وینا دغه گوند کله کله د افغانستان په لارو او کوڅو کې لاریونونه کوي.

د گوند په وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمیر جهادي مشرانو پر ضد لاریون کړی وو.
د گوند په وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمیر جهادي مشرانو پر ضد لاریون کړی وو.انځور: DW

د نوموړي سیاسي گوند ویاند محمود فایز، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی د خپل غږ د پورته کولو حق لري: «موږ د هغو مجرمینو د محاکمه کیدو غوښتنه کړې ده چې هر قرباني شوي افغان وگړي چې ئې هیله لري.»

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰ زره بهرني سرتیري میشت دي او په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له دې هیواد څخه ټول بهرني جنگي سرتیري ووځي.

خو اوس دا اندیښنې ورځ تر بلې ډیریږي چې کله بهرني ځواکونه افغان ځواکونو ته د ټول هیواد په کچه امنیتي مسئولیتونه وروسپاري، ایا دغه ځواکونه به د امنیت او د بشري حقونو په ساتلو وتوانیږي او که نه؟

د بشري حقونو د څار په اداره کې یو څیړونکی هیتربار، وایي چې د تیرو کلونو په پرتله د ژورنالیستانو او څیړونکو له پاره کار کول نور هم ستونزمن شوي دي او د دولت له لوري زندانونو او «امن کورونو» ته پر ورتگ بندیز لگول شوی دئ.

هغه د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې په لویه کچه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور تر یوې کچې پورې د بیان د آزادي او د معلوماتو آزادي خوندي ساتلي دي. هغه وایي اوس چې نړیوال له افغانستان څخه وځي نو د دولت اصلي څیره بربنډیږي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش