1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو نوبل ته ورته جايزه اعلان سوه

۱۳۹۳ مهر ۱۶, چهارشنبه

په ژنيو کې د مارتین اینالز جایزه ډیر وخت د بشري حقونو په برخه کې د نوبل جایزه گڼل کیږي. د سه شنبې په ماښام دغه جایزه مکسیکويي الیجندرا انچاینتا، بنگله دیشي رحمان خان او چینایي ساو شنلي ته ورکړل شوه.

https://p.dw.com/p/1DS5b
انځور: Martin Ennals Award/Naethai Naethai

کله چې دغه د بشري حقونو فعاله سهار له خپل کوره وځي نو ځینې کسان د هغې د دروازې مخ ته ولاړ وي. همدغه کسان ماښام کور ته تر ستنیدو وروسته هم د هغې کور ته نزدې لیدل کیږي. د بشري حقوقو دغه فعاله د ProDESC سازمان مشره ده چې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي.

الیجندرا انچاینتا د خپل کار له کبله ساتونکو ته اړتیا لري خو هغه وایي چې دا یې د کار یوه برخه ده: «دا ډیره سخته او مغلقه خبره ده چې په ورځني ژوند کې له دغه شان گواښونو سره سړی لاس او گريوان وي.»

دا چې دغه گواښونه څومره جدي دي د بشري حقونو دغه فعاله هغه وخت پرې پوه شوه چې اته کاله دمخه یې پلار په مرموز ډول ووژل شو. د دې پلار هم د بشري حقونو فعال وو.

انچاینتا هیله څرگندوي چې د جایزې پیسې به د دې او د هغې د سازمان د نورو کارکوونکو په امنیت خونډي کولو کي مرسته وکړي.

د بشري حقونو دغي فعالي سږ کال له دوو نورو بشري فعالانو سره یوځای دغه جایزه گټلې ده. د جایزې دوه نور گټونکي د بنگله دیش او چین هیوادونو دي. خو تر دې دمخه چې د بشري حقونو چینایي فعاله دغه جایزه ترلاسه کړي مړه شوه.

د مارتین اینالز جایزه هر کال د بشري حقونو د لسو نړیوالو سازمانونو له خوا چې پکښې د بخښني نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان هم شامل دي، هغو کسانو ته ورکول کیږي چي د بشري حقونو له پاره يې مبارزه کړې وي. د دغي جایزې اصلي هدف د هغو کسانو له پاره د مصئونیت رامنځ ته کول دي چې د بشري حقونو له پاره کار کوی.

هغه سازمانونه چې دغه جایزه د بشري حقونو فعالانو ته ورکوي، د کانديدانو شخصي او د هیواد وضعیت څیړي. د دې جایزې د ژوري هیئت غړې جولیا دوخرا، دویچه ویله ته وویل: «له دې کبله چې د جایزې د ورکولو په شرایطو کې کانديدانو ته متوجه گواښونه هم شامل دي، نو دا د پریکړي له پاره یو ډیر مهم فکتور دی. پر دې سربیره د بشري حقونو له پاره د کار څرنگوالی هم څېړل کیږي.»

جولیا د انچاینتا له کار سره له څو کلونو راهیسې بلده ده: «هغې د بشري حقونو په برخه کې په ډیر صداقت سره کار کړی دی. او زه ډیره خوښه یم چې د هغې کار او له ProDESC سازمان سره د هغې ژمنتیا د دې جایزې په واسطه ستایل کیږي.»

دا چې دا جایزه د بشري حقونو د فعالانو په ټولنه کې څومره اعتبار او ارزښت لري، له دې څخه ښکاري چي د دې جایزې د ورکولو پر مهال د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر زید الحسین، هم وینا کوي.

د جایزې بل گټونکی په بنگله دیش کې د بشري حقونو فعال رحمان خان دی چې د تیر کال په اگست میاشت کې بې له کومه دليله ونیول شو. رحمان خان د مظاهره کوونکو د هدفمندو وژنو پر ضد مبارزه کوله چې سازمان او کورنۍ یې له گواښ سره مخامخ شوي دي. رحمان خان ته به په نومبر میاشت کې د بشري حقونو یوه بله جایزه هم ورکړل شي.

د دې جایزې دریمه کانديده، مخکې تر دې چې جایزه ترلاسه کړي مړه شوه. دغه چینایي فعاله چې سیو شونالي، نومیده د روان کال په مارچ میاشت کې د ناروغیو له کبله مړه شوه.