1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو نړيواله ټولنه:د قاهرې اعلاميه ډيري نيمګرتياوي لري

۱۳۸۹ مرداد ۲۴, یکشنبه

په فرانکفورت کې د بشري حقونو لپاره نړيواله ټولنهIGFM د قاهرې د اعلاميې له شل کلنۍ څخه خوشحاله نه وه او د نمانځلو لپاره يې چندان زړه ښه نه وو.

https://p.dw.com/p/Oo8q
«په دې توګه د قاهرې اعلاميه ډيرې نيمګړتياوې لري.، د ښځو او غيرمسلمانو لپاره له محدوديتونو نه نيولې تر سنګسار او د بدن د غړو تر پرې کولو پورې.»
«په دې توګه د قاهرې اعلاميه ډيرې نيمګړتياوې لري.، د ښځو او غيرمسلمانو لپاره له محدوديتونو نه نيولې تر سنګسار او د بدن د غړو تر پرې کولو پورې.»

په هغه اعلاميه کي چي تيره اونۍ خپره سوه پکښي راغلي دي چي،دغه ګام په اسلامي هيوادونو کي په تيره بيا د ښځو او غير مسلمانو کسانو لپاره بشري حقونه محدودوي.

د بشري حقونونړيواله ټولنه په دغه اعلاميه کي دغه شان د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کوي،چي د بشري حقونو د محدوديدو په وړاندي د هر ډول زغم پر ضد په فعاله توګه مبارزه وکړي.

د بشري حقونو د نړيوالي ټولني د څرګندونو له مخه، د 1981 کال « په اسلام کي د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميې» څخه وروسته چي د « اروپا لپاره د اسلامي شورا» لخوا خپره شوه، د 1990 کال د اګست د مياشتي پر پنځمه نيټه د 45 هيوادونو په غړيتوب د اسلامي شورا لخوا د قاهرې اعلاميه، په اسلامي نړۍ کي، د بشري حقونو دوهم نړيوال سند دی.

خو د بشري شخصي آزادۍ د پوره تضمين او ډاډه توب سره سره، د 25 مي مادې له مخه، شريعيت يعني اسلامي حق، د دغي اعلاميې د هرې مادې د درجولو يوازنۍ مسؤله سرچينه ده.

په دې توګه د قاهرې اعلاميه ډيرې نيمګړتياوې لري.، د ښځو او غيرمسلمانو لپاره له محدوديتونو نه نيولې تر سنګسار او د بدن د غړو تر پرې کولو پورې.

د بشري حقونو ټولنه نيوکه کوي، څه شي چې د مذهب په آزادۍ پورې اړه لري، په اسلام مشرفيدلو ته اجازه او هيله شته، په داسي حال کي چي له اسلام نه بل مذهب ته اوښتل، په سخته سزا ګواښل کيږي او منع دي.

د بشري حقونو د نړيوالي ټولني له قوله، نژدې د اسلامي هيوادونو په ټولو 57 هيوادونو کي غيري مسلمان وګړي، له تحقير، سپکاوي او حتي ښکاره تعقيب سره مخامخ دي.

د شمير له مخې، عيسويان بيا تر ټولو زيات د دې قربانيان دي.

د بشري حقونو نړيواله ټولنه نيوکه کوي چې نړيوال عامه افکار، دغي ودي ته چندان پام نه کوي. دغه ستونزه نه يوازې په سختو اسلامي هيوادونو، لکه سعودي عربستان، ايران، پاکستان او نورو هيوادونو کې ليدل کيږي، بلکي په زياتيدونکې توګه په ترکيه او افريقايي هيوادونو کي هم تر سترګو کيږي.

د دغې ودي بايلوودونکي يا متضررين، غيري مسلمان وګړي او ښځي دي.

د بشري حقونو نړيواله ټولنه وايي چي د آلمان حکومت دنده لري چي، د ساري په توګه په خپلو بهرنيو اړيکو کي، د بشري حقونو وضعيت او په تيره بيا د مذهب آزادي په سيستماتيکه بڼه وڅاري، او تل يي په باب وغږيږي.

د هيواد په دننه کې د بشري حقونو ضد د مذهبي پروپاګند مخه ونيسي او د بنسټپالو مذهبي دايرو د روزلو مخنيوي وکړي.

سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: نجيب الله زيارمل