1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ۷۱ کلنه شوه

۱۳۹۸ آذر ۱۹, سه‌شنبه

د دسمبر مياشتې لسمه نيټه چې د بشری حقونو د تصويب له اعلاميې سره سمون لري، هر کال د «بشري حقونو ورځ» تر سرليک لاندې لمانځل کيږې. په دې ډول دې اعلامیې له تصويب څخه ۷۱ کاله تيريږې خو اوس هم په نړۍ کې بشري حقونه خوندي نه دي.

https://p.dw.com/p/3UWOd
Allgemeine Erklärung der Menschenrechte
انځور: Imago/R. Zöllner

په ۱۹۴۸م کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بشري حقونو اعلاميه تصويب شوه. د دغې اعلاميې مواد د نړيوالو قوانینو له مخې الزامي نه دی. خو د اساسي حقونو او داسې آزادي ګانو چې معامله پرې نه شې کيداي، له پاره نړيوال اصول انځوروي. د ژوند کولو حق، مذهبي آزادي، د بيان آزادي او دغه راز له شکنجه کولو څخه د خلکو ساتنه، په خپل سر بندی کول او تعبیض له هغو قواعدو څخه دي چې په دې مهم نړيوال سند کي درج شوی دي

په دغه نړیوال سند کې د انسان اقتصادي حقوق، د کار کولو حق، د تغذیې حق او د سرپناه حق هم په کي درج شوي دي. په دغه اعلامیه کي، چې د دويمی نړيوالې جګړې په پاې کې او د نازيانو د ويرې او وحشت تر سیورې لاندې تصويب شوه، ټينګار شوې: «بشرې حقونه د آلمان  او ډيرې نورو هيوادونو د اساسی  قانون تر ټولو بنسټيزه او مهمه ماده جوړوي. په همدې توګه په دغه نړيوال کنوانسيون کي دولتونه د بشري حقونو د مراعتونو مسؤليت لري. دغه کنوانسیون کې د ماشومانو ساتنه، د شکنجې ممنوعيت او د توکم پالنې له مخې د تعبيض پر مخنيوي هم ټینگار شوی دی. همدا راز د ټولو بنسټيزو مقرراتو د تابيعت حقوق، سیاسي حقوق او همدا راز  اقتصادي، ټولنيزې او کلتوري توافقنامې هم په دې کې شاملې دي چې هره يوه يې د ۱۵۰ هیوادونو له خوا امضا شوی ده او ټول دغه هيوادونه په دغه پريکړه ليک کي شامل شوي دي.

Türkei Symbolbild Folter in Syrien
د بشري حقونو پر اعلامیې سربیره اوس هم په يو شمير هېوادونو کې د زندانيانو شکنجه منع نه دهانځور: picture-alliance/dpa/AA/C. Genco

د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو پريکړه ليک هم په دغه کنوانسيون کی ورزيات شوې دې.

د دغه پریکړه ليکونو او توافقنامو سره سره لا اوس هم په ټوله نړۍ کې بشري حقونه تر پښو لاندې کيږې. د نړۍ په ډيری هيوادونو کې ښځې او سړې په خپل سر نيول کیږې، شکنجه کيږې او د دولتی دستګاو له خوا وژل کيږې. په جګړه ځپلو هيوادونو کې جګړه وسله والې ډلې پر خلکو لوږه تيروي او جنسي تيری په همدفمند ډول د جنگي وسلې په توگه کاروي. سربيره پر دې په ميلونونو ماشومان او تنکي ځوانان په سختو او ناوړه شرايطو کې جبري کارونو ته مجبوريږې.

په ۲۰۰۲ م کال کې د دنهاک نړيوالې محکمې فعالعيت په پيل کيدلو سره له بشری حقونو څخه دفاع کې يو نوي پړاو پيل شو. د لومړي ځل له پاره يوه خپلواکه محکمه رامنځ ته شوه چې د جنګي  جنايتونو په ګډون او بشري جنایتونه،عامه وژنې څيړي او په اړه یې پلټنې کوي.

زموږ له آرشيف څخه: