1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بشري حقونو په اړه د طالبانو موقف نه دی بدل شوی»

۱۳۹۸ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون نوې مشرې شهرزاد اکبر، ویلي دي چې کاري لومړیتوب یې د سولې په بهیر کې د وګړو د اساسي حقونو ساتنه ده. هغې زیاته کړې ده چې د بشري حقونو په اړه د طالبانو په موقف کې بدلون نه دی راغلی.

https://p.dw.com/p/3Nq9Z
Shahrzad Akbar
انځور: Radaakbarr

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون نوې مشرې شهرزاد اکبر، د سه شنبې په ورځ له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه وویل چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې په کنفرانس کې خبرو روښانه کړه چې که څه هم دغه ډله ادعا کوي چې د ښځو د حقونو په ګډون یې د بشري حقونو په هلکه موقف بدل شوی دی، خو بیا هم د هغوی اقدامات ښيي چې دغه ډله لا هم د تیر وخت په څیر عقاید لري.

هغه زیاته کړه: «له همدې کبله د طالبانو اوسنی موقف د اندیښنې وړ دی ځکه د بشري حقونو په اړه د هغوی په موقف کې کوم جدي بدلون نه ښکاري.»

تر دې مخکې د شهرزاد په ګډون یو شمیر افغانانو تیره میاشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي. د دې ناستې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره شوه چې پکې د ملکي تلفاتو د کمولو ژمنه شوې وه، خو دغه اعلامیه غیر الزامي وه تر خپریدو وروسته یې هم د طالبانو په بریدونو کې ګڼ شمیر ملکي تلفات رامنځ ته شول.

د قطر په همدې ناسته کې طالبانو دا هم وویل چې د ښځو د حقونو په اړه یې موقف بدل شوی دی او اوس له کوره بهر د هغوی د کار کولو او زده کړې مخالفت نه کوي، خو ډیر شمیر فعالان د طالبانو دې څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې، دا هم وویل چې د سولې د خبرو اترو له دوام سره دغه کمیسیون اوس پر دې تمرکز کوي چې په دې بهیر کې د افغانانو حقونه خوندي وي.

شهرزاد وویل: «په دې مرحله کې د کمیسیون کاري لومړیتوب د سولې په بهیر کې د افغانانو د حقونو حفاظت دی. دا د دې موضوع په پام کې نیولو سره د سولې روان بهیر کیدای شي د افغانستان د خلکو د بشري حقونو وضعیت بدل کړي. په همدې خاطر زموږ لومړیتوب دا دی چې کمیسیون د سولې په بهیر کې د خلکو د اساسي حقونو د دفاع غږ وي.»

د طالبانو او امریکا استازي له میاشتو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې په خبرو اترو سره بوخت دي. دواړو اړخونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مذاکراتو وروستی دور یې ګټور وو او پای ته رسیدلی دی.

هم طالبانو او هم امریکایي چارواکو ویلي دي چې اوس نو د پرمختګونو او راتلونکو ګامونو په اړه له خپلو مشرانو سره مشورې کوي. خو د بشري حقونو فعالان اندیښنه لري چې د سولې په بهیر کې به د افغانستان د تیرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.

شهرزاد پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې د سولې د بهیر له پرمختګ سره د هغې په مشرتوب د بشري حقونو کمیسیون به د قربانیانو له پاره پر عدالت باندې هم تمرکز وکړي.