1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو کمېسيون د ملکي وگړو وژنه وغندله

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له افغان دولت نه غوښتي دي، چي د هلمند د پېښي عاملان دي، چي د ۱۷ تنو بې گناه انسانانو سرونه ئې پريکړې دي د قانون منگولو ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/15xNQ

د هلمند ولايت چارواکو ويلي دي، چي د دغه ولايت په کجکي ولسوالي کي وسله والو طالبانو د يکشنبې په ورځ د ۲ تنو ښځو په گډون ۱۷ تنه انسانان وژلي دي.

په افغانستان کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کميشنر فريد حميدي، نن (۲۰۱۲ کال د گست ۲۷) په کابل کي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل:«دا يوه ډيره وحشتناکه او دردونکې پېښه ده. موږ د هغو ملکي وگړو په اړه، چي د دولت د وسله والو مخالفينو په سيمو کي ژوند کوي ډيره انديښنه لرو.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت څخه غوښتي دي، چي په دې اړه جدي پلټني پيل کړي او عاملان ئې د قانون منگولو ته وسپاري.

حميدي دغه راز له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل، چي د بې گناه انسانانو له وژلو څخه لاس واخلي:«هيڅ يوه ډله په هغه سيمه کي چي د جنگ پر مهال حاکميت ورباندي لري حق نه لري، چي د عامو خلکو حقوق تر پښو لاندي کړي.»

هغه وويل، چي دغه پيښه د هلمند ولايت په يوه ناارامه ولسوالي کي را منځته سوې ده او هلته پلټني هم ستونزمني دي.

ناروا جنسي اړيکي

په هغه خبرپاڼه کي چي د هلمند د والي له دفتر څخه خپره سوې ده، راغلي دي، چي د وسله والو طالبانو دوو تنو قوماندانانو له يوې ښځي سره ناروا جنسي اړيکي درلودې او دغه اړيکي، د هغوی تر منځ د اختلاف سبب سوي دي، چي په نتيجه کي ئې دغه ۱۷ملکي کسان وژل سوي دي.

خو د سيمي يوه امنيتي چارواکي بيا رسنيو ته ويلي دي، چي دغه کسان، په دې تور وژل سوي دي، چي د موسيقۍ په يوه محفل کي ئې گډون کړی وو.

د عامو خلکو غبرگون

په عين حال کي يو شمېر هغو افغانانو چي له دويچه ويله سره ئې خبري کولې دغه کړنه په کلکه وغندله او دا ئې يو غير اسلامي عمل وباله.

د کابل يو تن اوسېدونکی امير محمد وايي، چي د عامو خلکو وژل په هيڅ مذهب کي نه دي راغلي:«اسلام دغه خبره نه ده کړې، دوی شايد د کفر په لارښوونه دغه کار کړی وي.»

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل