1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشر حقوقو نوې شورا

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

کله چې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې د 2006 م کال د مارچ په پنځلسمه نېټه فيصله وکړه چې د بشر د حقوقو يوه شورا به جوړوي، نو د امريکا متحده آيالتونو مخالفه رايه وکاروله.

https://p.dw.com/p/HoPu
يو مسلمان او د بشر د حقوقو شورا نښانانځور: picture-alliance/ dpa/ AP/ DW-Fotomontage

هغوی سره د مارشال ټاپوگان، پاولاو او اسراييل هم ودرېدل. د ملگرو ملتونو نورو ټولو غړو هېوادونو مثبته رايه ورکړه، سره له دې چې د چوکيو د وېش له امله ځينې هېوادونه له ستونزو سره مخامخ وو. ځکه چې د غربي نړۍ او لاتينې امريکا د سيمه يزو ډلو نفوذ د بشر د حقوقو د پخواني کميسيون په پرتله ډېر زيات کم شوی و.

د 47 غړيو له ډلې څخه غرب اووه چوکۍ لري او لاتينې امريکا اته چوکۍ نيولې دي. د ديارلس چوکيو په درلودلو سره افريقايي هېوادونه او آسيايي هېوادونه تر ټولو لويه ډله تشکيلوي. د شرقي اروپا هېوادونه شپږ چوکۍ په اختيار کې لري.

د 2006 کال په مۍ مياشت کې آلمان هم د دغې شورا غړی هېواد شو چې د دورې له پاي ته رسېدو سره سم له خپلې دندې څخه گوښه کيږي. د غربي هېوادونو په ډله کې د درېو خالي چوکيو په سر په روانه مياشت کې ناروې، بلجيم او د امریکا متحده آيالتونو ځانونه کانديد کړي دي.

د شورا نوي غړي د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پټې راي اچونې د لارې د رايو په مطلق اکثريت سره د درېو کالونو دپاره ټاکل کيږي، چې مطلق اکثريت دا مهال د لږ تر لږه 96 وټونو په معنا وي. د ټاکنو څخه مخکې کانديدان ژمنه کوي چې په خپلو هېوادونو کې به د بشر د حقوقو په وړاندې د پرتو ستونزو حلولو په برخه کې هڅې کوي او د بشر د حقوقو په سر نړيوال تړونونه به لاسليکوي.
دا کار بيا مدني ټولنې او غير دولتي موسسو يا انجيوگانو ته د دې امکان ورکوي چې دغو هېوادونو ته تر ټاکنو وروسته خپلې ژمنې ور په يادې کړي.

په 2006 م کال کې د بشر د حقوقو پخوانی کميسيون د منځه لاړ چې نوم يې بد شوی و، ځکه چې د بشر د حقوقو څخه سرغړونې داسې گڼل کېدې چې «که ته زما په هېواد کې د بشر د حقوقو د ستونزو په اړه څه ونه وايې، نو زه به هم ستا د ستونزو په اړه څه نه وايم»، په تېره بيا داسې ورته ستونزې د هغو هېوادونو لخوا پټېدلې چې پخپله ورباندې د بشر له حقوقو څخه د سرغړونو تورونه لگول کېدل. ټاکل شوې وه چې دغه حالت به د بشر د حقوقو په نوې شورا کې بدلون ومومي.

نوې شورا اوس د کار بېل تنظيم لري او په کال کې لږ تر لږه لس اونۍ غونډې کوي. يو اساسي نوښت يا ابتکار د عمومي دوره اي جاج اخيستنې په نامه د څارنې يو سيستم دی چې UPR يعنې Universal Periodic Review بلل کيږي. د دغسې جاج اخيستنو په مرسته د ملگرو ملتونو په ټولو غړو هېوادونو کې د بشر د حقوقو وضعيت د پنځو کالونو په پړاو کې يو ځل کتل کيږي. د بشر د حقوقو د شورا غړي د خپلې دورې په ترڅ کې هرومره څارل کيږي. ټولې نتيجې په رسمي اسنادو کې خوندي کيږي.

دغه جاج به د امريکا د متحده آيالتونو په اړه هم واخيستل شي، که هغوی وټاکل شي. د متخصصینو په نظر د امريکايانو لخوا استعمال شوي د شکنجې مېتودونو په ابو غريب او گوانتانامو کې د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو سيستم او د غرب د هېوادونو اخلاقي باوريتوب ته سخت زيان اړولی دی.

نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک