1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلاروس او پولنډ تر منځ د سرحد تړل «وروستی انتخاب» دی

۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبه

په زرونو کډوال له بلاروس څخه آلمان ته رارسېدلي دي. د آلمان يو آيالتي وزير وايي چې د انسانانو قاچاقبري بايد بنده شي که نه نو په دغسې يوه بېړني حالت کې بايد ټولې پولې هم وتړل شي.

https://p.dw.com/p/43aMY
Belarus | Grenze zu Polen | Grenzübergang Kuznica
انځور: State Border Committee of the Republic of Belarus/TASS/picture alliance

د بلاروس او اروپايي ټولنې تر منځ د مهاجرت د بحران له کبله د آلمان د بادن ورتمبرګ آيالت د کورنيو چارو وزير، توماس شتروبل، د پولو لا ښه ساتنه غواړي چې «وروستی انتخاب» به يې د سرحدونو تړل هم وي. شتروبل د آلمان خبري اژانس ته ويلي دي چې «له بلاروس څخه آلمان ته د غيرقانوني قاچاقبرۍ چاره بايد ختمه کړو.»

د هغه په خبره بايد د پولې حفاظت ډېر کړل شي. شتروبل وويل چې «يو امکان مثلاً د ناببرو تلاشيو زياتول دي. موږ بايد قاچاق وړونکي او د قاچاق لارې يې مختل کړو او قاچاقبران له خپلو جرمي کړنو څخه راوګرځوو.»د هغه په خبره «نور امکانات د اخراجونو زياتول يا د وروستي انتخاب په توګه موقتاً د پولو تړل دي.»

د آلمان د بادن ورتمبرګ آيالت د کورنيو چارو وزير شتروبل په خبره بايد د آلمان د کورنيو چارو فدرالي وزارت دې ته وهڅول شي چې د پناه غوښتونکو د قاچاق د مخنيوي له پاره لازم تدابير پورته کړي چې د دې هدف له پاره بايد فدرالي پوليس د مسئولې سرحدي ادارې په توګه له خپلو حقوقي حدودو څخه په بشپړه توګه ګټه واخلي.

Deutschland | Thomas Strobl | Innenminister Baden-Württemberg
توماس شتروبلانځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

د دې له پاره بايد له پولې د اوښتلو د نقطو موقتي تړل هم وڅېړل شي.

شتروبل همدا راز ډېر ژر له پولنډ سره خبرې وغوښتې څو د پولنډ بهرنۍ پوله خوندي شي او د کډوالو له اصلي هېوادونو سره بلاروس ته د الوتنو د بندولو په هکله مذاکرات وشي. په خبره يې «موږ بايد لوکاشېنکو ته په ښکاره وښيو چې د بشري حقونو پر ضد فعاليتونه يې هدف ته نه رسيږي.»

د ډېرو اوونيو راهيسې په زرونو کډوال هڅه کوي چې له بلاروس څخه د اروپايي ټولنې د بهرنيو پولو له لارې پولنډ يا د بالتيک هېوادونو ته ورسيږي. اروپايي ټولنه د بلاروس پر مطلق العنانه ولسمشر الکساندر لوکاشېنکو، تور لګوي چې په هدفمن ډول په الوتکو کې انسانان له بحراني سيمو څخه مينسک ته راولي څو يې بيا اروپايي ټولنې ته قاچاق کړي.

ډېری هغه انسانان چې په بلاروس کې اوس بند پاتې دي، له عراق څخه دي. ځينې نور له يمن، سوريې، افغانستان او ايران څخه هم دي. د کډوالو اکثريت يې آلمان د خپل سفر د هدف په توګه په ګوته کوي. د پولنډ له لارې آلمان ته د غيرقانوني سفرونو شمېر د اوړي راهيسې خورا ډېر شوی دی. د بادن ورتمبرګ د کورنيو چارو وزارت په حواله دغه کسان له لتوانيا، پولنډ او لاتويا څخه په غير قانوني توګه تر تېرېدلو وروسته د مسلکي قاچاق وړونکو له خوا آلمان ته راوستل کيږي.

Grenze Belarus Polen | Migranten-Lager
د بلاروس او د اروپايي اتحاديې تر منځ په سرحدي سیمه کې راټول شوي مهاجرانځور: Viktor Tolochko/Sna/imago images

دا چې هغوی ډېری وخت راجيستر او ثبت شوي نه وي، نو د پولنډ څخه راتګ يې هم په اکثرو مواردو کې نه شي تثبيتېدلی چې له کبله يې بېرته اخراج هم ناکاميږي.  

سربېره پر دې د بېرته ستنولو او داوطلبې ستنېدنې په برخه کې ستر خنډونه موجود دي چې «له کبله يې بايد داسې وانګېرل شي چې ډېری قاچاق شوي کسان چې اکثريت يې له نژدې ختيځ څخه سرچينه اخلي، ښايي په آلمان کې پاتې شي.»

د آلمان د کورنيو چارو د فدرالي وزارت د شمېرو له مخې د اکتوبر مياشتې په پای کې په بلاروس کې تقريبا ۱۵ زره کډوال مېشت وو چې اکثريت يې له عراق او سوريې څخه دي. په ورته وخت کې۵۵۰۰ داسې کسان بيا راجيستر یا ثبت شوي دي چې په اکتوبر مياشت کې د آلمان په لور د پولنډ له سرحد څخه تېر شوي وو. شتروبل د آلمان پر نوي سره، زرغون او زيړ ايتلاف تور ولګاوه چې د ايتلاف د نوي تړون په مټ يو ناوړه پيغام خپروي. د هغه په خبره دغه تړون کډوالي او غيرقانوني مهاجرت نور هم پسې آسانوي.