1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ چارواکي د مخابراتي شبکو د بنديدو په اړه څه وايي؟

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

په مزارشريف ښار کې تيره شپه (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۰مه) د لومړي ځل له پاره مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه ودرول. د دغو شبکو سيميزو چارواکو ويلي چې تيره شپه يې د مخالفانو له خوا تر ګواښ وروسته فعاليتونه بند کړل. 

https://p.dw.com/p/3MRjp
Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie neu
انځور: AP

د مزارشريف ښار اوسيدونکي قدرت الله مولا علي دويچه ويله ته وويل، تيره شپه يوازينۍ مخابراتي شبکه «سلام» وه چې فعاليت يې جاري ساتلی وو. هغه وويل: «په لومړي سر کې ۷ بجې افغان بيسم شبکه بنده شوه، ورپسې اتصالات هم بنده شوه، روشن او ام تي ان کار کاوه هغه هم وروسته بندې شوې.» مولا علی وویل خلک ويره لري چې دغه لړۍ ادامه پیدا نه کړي: «که چيرته نن شپه بيا هم شبکو خپل فعاليتونه قطع کړل، بیا به دا حالت همداسې ادامه وکړي.»

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پر مخابراتي شبکو نيوکه وکړه چې تيره شپه يې پرته له دې چې سيميزه اداره په جريان کې واچوي، خپل فعاليتونه ودرول. هغه وويل: «د مخابراتي کمپينو دغه عمل په حقيقت کې د دښمن په ګټه يو فعاليت وو او دا د افغانستان دولتي ادارو د سبوتاژولو په ګټه بولم.»

منير وويل د بلخ والي نن سهار د مخابراتي شبکو له ساحوي مشرانو سره يوه عاجله غونډه درلوده تر څو د تيرې شپې فعاليتونو د بندولو په اړه د هغوی دلايل واوري.

د منير په خبره يوازې د اتصالاتو کمپنۍ مسئول ته پرون ماسپښين ۱ بجه او ۴۵  دقيقې د يوې ناپيژاندې شميرې له خوا اړيکه نيول شوې چې د کمپنۍ د مسئول په وينا په دغې اړيکه کې د يو ناپيژانده کس له خوا ورته ګواښ شوی چې بايد د شپې له خوا په بلخ ولایت کې خپل مخابراتي فعاليتونه بند کړي، که نه نو، شبکه به يې وسوځول شي.

خو د بلخ د والي وياند وايي داسې هيڅ سند شتون نه لري چې وښيي دغه کس څوک وو او له کوم آدرس څخه يې اړيکه نيولې وه. هغه په دې اړه وويل: «دا د بلخ ولايت سيميزې ادارې له پاره په هيڅ صورت د منلو وړ نه ده.»

Bildergalerie Vorbereitungen für das Neujahrsfest in Mazar-e Sharif, Afghanistan
د مزار ښاريان ويره لري چې شپې له خوا د مخابراتي شبکو د بنديدو لړۍ ادامه پیدا نه کړيانځور: DW/H. Safi

منير زياته کړه د دغې پيښې د سپيناوي له پاره يې د مخابراتي کمپنيو ساحوي مسئولينو ته د نن ورځې مازديګر ۴ بجو پورې وخت ورکړل شوی تر څو له خپلو اداراتو څخه ځواب ترلاسه کړي. په خبره يې که چيرته کمپنيانې قانع کونکي دلايل نه درلودل، د مخابراتو د تنظيم قانون له مخې به ورسره جدي جلن وشي. 

د بلخ ولايت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئيس محمد تقي دویچه ويله ته وويل چې پرون د اتصالاتو مخابراتي شبکې له خوا ورته يو ايميل شوی وو چې په هغې کې ادعا شوې، چې د دولت وسلوالو مخالفانو دغې شبکې ته ګواښ کړی او ويلي يې دي چې په بلخ ولايت کې د ماښام له ۷ بجو څخه د سهار تر ۴ بجو پورې خپل مخابراتي فعاليتونه بند کړي.

تقي په دې اړه چې ګواښ يوې شبکې ته شوی، خو تيره شپه څلورو شبکو خپل فعاليتونه بند کړل، وويل: «نورو شبکو چې د ويرې يا د ځينو نورو مواردو له مخې خپل فعاليتونه بند کړل، هغه په هغوی پورې اړه لري، خو موږ به يې په اړه تحقيقات کوو.» د بلخ د مخابراتو رئيس هيله څرګنده کړه چې راروانه شپه به په مزارشريف ښار کې د مخابراتي شبکو فعاليتونه نه بنديږي.

کندز په شمال کې هغه ولايت دی چې طالبانو په کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعاليتونو باندې بنديز لګولی دی. د بلخ ولايت اوسیدونکي ويره لري چې د بلخ ولايت هم له ورته ستونزې سره مخ نه شي. د دوی په خبره په وروستيو ورځو کې په ګاونډي ولایت جوزجان کې هم د مخابراتي شبکو فعاليتونه بند شوي وو.

له هغه وخت راهيسې چې د امريکا متحده ايالاتو له وسلوالو طالبانو سره د سولې مذاکرات پيل کړي، په افغانستان کې جګړو او د طالبانو له خوا د دولت ضد فعاليتونو هم ورسره جوخت زور اخيستلی دی. ښايي په بلخ کې دغه نوې هڅه هم د همدغو فعاليتونو يوه برخه وي.

م.ک.ص

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: