1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلغاريه پوليسو په يوه يخچالي لارۍ کې ۱۵ مهاجر موندلي

۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د بلغاريه پوليسو په يوې پخچال لرونکې لارۍ کې ۱۵ تنه مهاجر چې غوښتل یې له بلغاریه څخه رومانيا او بيا هنگري ته ولاړ شي، نيولي دي. په دوی کې څو تنه افغانان مهاجر هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3XvRv
Bulgarien Grenze Grenzsoldaten
انځور: picture-alliance/dpa/V. Donev

پوليسو دغه يخچالي لارۍ د رومانيا پر سرحدي پاټک د دوناو سيند ته څیرمه نيولې ده.  د بلغاريه په پلازمينه صوفيه کې د کورنيو چارو وزير وويل چې د لارۍ دواړه يوناني چلونکي هم نيول شوي دي.

د لومړيو معلوماتو له مخې له نيول شويو مهاجرو څخه یې شپږ تنه د سوریې، پنځه د عراق او څلور د افغانستان دي. دغه يخچالي لارۍ چې د يونان څخه یې حرکت کړی وو غوښتل یې چې د بلغاريه په ويدن سيمه کې د دوناو پله له لارې رومانيا او بيا وروسته د هنگري پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي.  

د بلغاريه پوليسو متوجې شوې ول چې د دې لارۍ يو ديوال له نوي موادو څخه جوړ دی او يوه کړکۍ هم لري. د لارې تر درول کيدو وروسته بيا ۱۵ مهاجر چې په لارۍ کې پټ شوي ول، وموندل شول.

بلغاريه د اروپايي ټولنې تر ټولو بې وزله  هیواد دی او د مهاجرو د بحران په ترڅ کې په ترانزيتي هېوادونو کې شميرل کیږي. اوس یې د مهاجرو مرکزونه کابو خالي دي. د بلغاريه لومړی وزير بويکو بوريسوف تل له ترکیې سره د شريکې پولې د خوندي ساتلو په برخه کې د ښې همکارۍ ستاينه کوي. 

bs/qp (dpa)
زموږ له آرشیف څخه: