1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلوچستان د امنيتي ستونزو د حل نوې تگلاره

شمس الرحمان ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۷, دوشنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې تر ترورستي بریدونو وروسته مرکزي حکومت د یو نوي امنیتي پلان د جوړولو پریکړه کړې ده. د دې پلان په عملي کولو سره به د دغه ايالت امنيتي وضعيت د ښه کولو تلاښ وشي.

https://p.dw.com/p/18r0j
Zum Kurzfilm The Other Side / Short Film, The other side. The 20-minute film revolves around the idea of assessing social, psychological and economical affects of drones on the people in tribal areas of Pakistan. Who took the picture: Production team of film, The other side Where was it taken: Baluchistan Zugeliefert durch Adnan Ishaq am 17.5.2012. Copyright: The Other Side
Kurzfilm The Other Sideانځور: The Other Side

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرچینو دویچه ویله ته ویلي دي چې د دې نوې پلان پر اساس به د بلوچستان ایالت مرکز کوټي تر څنګ په ټولو حساسو ځایونو کې د استخباراتي شبکو فعالیت لا پسې زیات کړل شي. همدارنګه له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې به د امنیتي ځواکونو په شمیر کې زیاتوالۍ راشي.

د دې ګام له پورته کولو څخه هدف د افراطي ډلو او ترورستي شبکو تر منځ د اړیکو پریکول دي. د سرچینو په حواله د دغه هیواد د یوې پټ څاري ادارې له خوا مرکزي حکومت ته یو راپور وړاندي شوی دی. په دغه رپوټ کې د ترورستانو له خوا د نوو بریدونو د ترسره کولو د پلان په اړه خبر ورکړل شوی دی.

په رپوټ کې ویل شوې دي چې د بلوچستان بېلتون غوښتونکي ممنوعه، او توکمپالي ډلي د نوي حکومت د کمزوره کولو کوښښ کوي.

په بلوچستان کي د کړکېچ ويجاړۍ
په بلوچستان کي د کړکېچ ويجاړۍانځور: Reuters

په دې وروستیو کې په دغه ایالت کې داسی ترورستي پيښې هم رامنځته شوې، چې د دغو ډلو له خوا په مشترک ډول ترسره شوې دي او د دوی له ډلي څخه ځینې يي د پاکستاني طالبانو سره هم اړیکې لري.

وسله والو ترورستي ډلو د شنبې په ورځ د طب پوهنځی د نجونو پر یوه موټر او د« بي ایم سي» پر روغتون د ترسره شوو بمي بریدونو د مسئولیت پر غاړې اخیستلو ترڅنګ ویلي دي چې دا بریدونه يي د کوټې په خروټ آباد سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې کړي دي. پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې په دغو عملیاتو کې پنځه تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د بلوچستان د نشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ چې د دغه ایالت نوی لومړی وزیر دی، ولایتي شورا ته د وینا پر مهال ټولو وسله والو ډلو ته د خبرو بلنه ورکړې ده. بلوڅ په داسی حال کې د دغه ایالت مشري پر غاړه اخلي چې دغه ایالت له ډیرو سختو سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار احمد خان د یکشنې په ورځ د رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د امنیت خرابونکو اشخاصو سره باید د خبرو اترو له لاری نه، بلکې د هغوی په خپله ژبه خبري وشي.