1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلوچستان ۷۰ زره کوچنيان له زده کړو محروم دي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۶, جمعه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مخ پر ډیریدونکو ترهگرو پېښو له امله په زرونو کوچنيانو ښوونځيو ته تگ پرې ايښی دی. د هدفي وژنو او يرغلونو له ویري د پوهنتونونو ډیر استادان له دغه ایالت څخه وتلي دي.

https://p.dw.com/p/1BLcJ
انځور: DW/A. G. Kakar

په بلوچستان کې د خرابي امنیتي وضعي له امله ۷۰ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخي پاتي دي. دغه ایالت چې تر ۹ ميليونه زيات اوسیدونکي لري د مساحت له اړخه تر ټولو پراخ او د نفوس له پلوه د پاکستان تر ټولو کوچنی ایالت دی.

د دغه ایالت د سیمه ییز حکومت له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر اساس د خراب امنیتي وضعیت له کبله د ۳۲ ولسوالیو له جملې څخه د ۱۰ بلوڅ مېشته ولسوالیو د ماشومانو روزنیز بهیر ډیر اغیزمن شوی دی.

د حکومت د نه پاملرني له امله په دغو سیمو کې تر۷۰۰۰۰ د ډیرو هغو نجونو او هلکانو په برخلیک لوبي کیږي چې له زده کړو څخه محروم پاتيږي. د اړونده چارو کارپوهان په اند دي چې که حکومت د دغو کوچنيانو روزنیز بهیر ته جدي پاملرنه ونه کړي نو کیدای شې دغه وضعیت لا پسي خراب شي.

د ښووني او روزني د چارو پاکستاني کارپوه ندیم احمد مریاني په خبره ترڅو پوري چې حکومت په بلوچستان کې خپل حاکمیت نه وي ټینگ کړی دغه بحران به پای ته ونه رسیږي. مریاني له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل:

«د بلوچستان ایالت په لسو بلوڅ مېشته ولسوالیو کې تعلیمي جوړښت په بشپړ ډول له منځه تللی دی. که د دغو سیمو استادان او ښوونکي په ذهني توگه ناآرامه وي او ویره ولري نو څرنگه کیدای شي چې دوی ښوونځي ته ولاړ شي او کوچنيانو ته درس ووایې.»

که دغه بحران همداسي ادامه پيدا کړي ډېر کوچنيان به نور هم له زده کړو بې برخي سي
که دغه بحران همداسي ادامه پيدا کړي ډېر کوچنيان به نور هم له زده کړو بې برخي سيانځور: DW/A. G. Kakar

د اړونده چارو کارپوهان وايي چې که حکومت د روزنیز بحران کنترول ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ور نه کړي او هغه پای ته ونه رسوي نو دغه وضعیت به لا پسې پيچلې بڼه غوره کړي.

په بلوچستان ایالت کې په مجموع کې د لومړنۍ، متوسطې، او لیسې دورو د دولتي ښوونځیو شمیر ۱۲۶۰۰ ته رسیږي، په داسې حال کې چې په دغو ښوونځیو کې یوازی ۵۷۰۰۰ ښوونکي گومارل شوي دي.

د ترهگرۍ پيښو له امله نه یوازي د دغه ایالت په ناامنه سیمو کې تعلمي بهیر له خنډ سره مخامخ دی، بلکي د دغه ایالت په کچه د تر ټولو لوی پوهنتون«جامعه بلوچستان کوئټه» مشهوره استادان هم د نا امنۍ او هدفي وژنو له ویري د دغه هیواد نورو ایالتونو ته کډه شوي دي.

د بلوچستان پوهنتون یوه تن بل پروفیسر کلیم الله بړیچ وايي چې په دغه ایالت کې د ناامنۍ له امله روزنیز بحران ورځ تر بلي مخ پر ډیرېدو دی:

«د بلوچستان پوهنتون ۶ تنه استادان په هدفي توگه وژل شوي دي چې په هغو کې یوه پروفیسره هم شامله وه. ۱۵۰ تنو استادانو پوهنتون پرې ايښی دی چې په دې ډله کي ۶۰ تنه يي د (پي ایچ ډي) دوکتورا درلودونکي استادان ول. د فارمسي د څانگې ۵ تنه استادان تللي دي، په داسې حال کې چې د کیمیا، جولوجي، ساینس او منجمنټ، حقوق او د نورو څانگو استادانو هم پوهنتون پرې ايښی دی. اوس موږ یو شمیر داسي څانگي لرو چې د دوکتورا یا پروفیسور په سویه استادان نه لري.»

د یادوني وړ ده چې د بلوچستان سیمه ییز حکومت څه موده مخکې په دغه ایالت کې د روزنیز بحران د پای ته رسولو له پاره په تعلمي برخه کې بیړنی حالت اعلان کړی وو، خو تر اوسه پوري عملي شوی نه دی.