1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بمبيي د تروریستي ګوذارمحاکمه

۱۳۸۸ فروردین ۲۶, چهارشنبه

دهندوستان په سړکونو، انترنت، او ورځ پاڼو کي دا پوښتنه کيږي چي ډاراچونکي ولي د انصاف نه ډکي محاکمي غوښتونکي دي، ا و د دوي دفاع ولي بايد د دفاع وکيلان وکوي.

https://p.dw.com/p/HX8o
په بمبيې کې تاج محل هوټل په اور کې
په بمبيې کې تاج محل هوټل په اور کېانځور: AP

د بمبيي د تروریستي ګوذار نه يوازني ژوندي پاتي شوي تروریست اجمل امير قصاب دي. د بمبيي له سترښارنه چي په مليونهاوو وګړي لري، بهر هم په هندوستان کي خلکو ته د ترور په وړاندي د توان نه درلودل ورمعلوم شوی.
او اوس د بمبي د تروريستي ګوذارنه وروسته له هغه نه د يوازني ژوندی پاتي شوي تروريست محاکمه ده. او ډيرزيات هندوستانيان ورته په غوصه دي. نو سړی پوښتنه کولاي شي چي په داسي يوي فضا کي د حقوقي دولت په اساس محاکمه امکان لری؟

رام يت مالاني دهندوستان دډيري تجربی خاوند د دعوا وکيل دي. دي وايي چي د هندوستان عدلي نظام په اساسي قانون پوري کلک تړلي دي.
که څه هم قصاب د رسنيو لخوا د يو ډول بلا په شان معرفی کيږی خولکه هسی چي دهندوستان د بهرنیو چارو وزیر پراناب موکرجي هم ويلی دی، دي به په منصفانه ډول محاکمه شی. يت مالاني زياتوي:

دا بيخي واضحه ده چي د قصاب محاکمه به منصفانه وي. پدی برخه کي کومي ربړي نشته، له شاهدانو څخه به د څوکسو مستنطقینو لخوا پوښتنه وشي. او دا ټول به د قانون په چوکاټ کې وي. خو د قضا حکم زياتره په شاهدانو او په ثبوت او اسنادو پوري اړه لری.
مګرزه چي دې ټولو ته ګورم قصاب به داسي اسانه ځان خلاص نشی کړاي. په قصاپ باندي په صورت دعوا کي د 12 ګناهو دعواي شوي ده. ده ته د اعدام د سزا ورکولو ګواښ شته. صورت دعواي له 1100 مخونوڅخه جوړه شوي ده. د قصاب د دعوای وکيله میرمن انيالي واګماری ده. دا40 کلنه د دعواوکيله د وکيلانو د خوني لخوا د مکلفي د دعواي د وکيلي په توګه ټاکل شوي ده.
پخوا لدي ډيرو وکيلانو د قصاب څخه دفاع د خپل امنيت د ساتلو لپاره رد کړي وو.

د ميرمن واګماره دنده داهم ده چي د محاکمي جريان په اردو چي د قصاب ژبه ده، ورته وژباړي. صورت دعوا د وخت د کموالي له امله په اردو نده ژباړل شوي. ښايي قصاب پدي اقرار کړي وي چي پاکستاني دي. پدي منځ کي د پاکستان حکوت هم داخبره تايید کړيده.
د همدي لپاره د ښي افراطي شيو سنا ګوند د نوموړي د دعوا د وکيلي په کورباندي بريد وروړي دي. د هغو9 کسه فعالین نيول شوي وو، خو اوس بیرته آزاد شوي دي. دوي داسي دليل راوړي، چي يوه هندوستانۍ بايد د يو پاکستاني دفاع ونکوي. څارنوال نيکام پدي اړه وايي:

له ميرمن واګمارا سره د دښمنۍ ښودل قضا ته اهانت دي. زه غواړم چي ټولو ته پدې اړه معلومات ورکړم چي که څوک يو وکيل چي د قضا لخوا د مکلف وکيل په توګه ټاکل شوي د ي، خپل کارکولو ته پرې نږدي، کيداي شي چي دا قضايی نظام ته د بی احترامۍ په توګه وارزول شی، او عامل ته يی سزا ورکړله شی.

خوميرمن واګمارا سره لدي ټولو ګواښونو او بريدونو وايي چي دا به د قصاب دفاع په غاړه واخلي.

ضيا فضلی
کتونکی: يحيي وردک