1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنو جگړه پاې ته ورسیده

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15Ybm

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا د بنو په سیمه کې د پاکستان د استخباراتو په یوه ودانۍ تر سره شوی برید پای ته رسیدلی دئ. دا برید نن سهار هغه وخت پیل شو چې څو تنه طالبان چې چادرې ئې پر سر وې دغه ودانۍ ته ورننوتل او د څو ساعتونو له پاره یو شمر کسان یرغمل ونیول.

زیاته شوې ده چې د پولیسو له خو تر هجوم وروړلو وروسته دغه برید پای ته ورسید. په بنو کې د پولیسو یو ځایي مشر زینت الله خان ویلي دي چې دغه وسله والې نښتې شاوخو پنځه ساعته دوام وکړ.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې په دغه پیښه کې د پولیسو یو افسر وژل شوی خو زینت الله خانه دغه خبره ردوي او یوازې د ټپیانو خبره کوي. د هغه په وینا امنیتي ځواکونو دوه تنه برید کوونکي ژوندي نیولي دي یو تن په ډزو کې وژل شوی او بل تن چې ځانمرگي واسکټ ئې پر تن وو ځان چولی دئ. د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.