1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنګله ديش پارلماني انتخابات عوامی لیګ وړي دي

۱۳۸۷ دی ۱۰, سه‌شنبه

د بنګله ديش په پارلماني انتخاباتو کي د لمړنيو انتخاباتي حوضو د رايو د شميرلو د نتايجو پر اساس د شيخ حسينه واجد چپي عوامي ليګ مخته دی .

https://p.dw.com/p/GPCP
د بنګله ديش د پارلماني انتخابات ګټونکې شیخ حسینه واجد
د بنګله ديش د پارلماني انتخاباتو ګټونکې شیخ حسینه واجدانځور: Mustafiz Mamun

لکه څنګه چه پرون ناوخته دولتي انتخاباتي کميسويون خبر ورکۍ،ويل کيږي چه د تر اوسه پوري انتخاباتي نتايجو پر اساس عوامي ګوند د خپل سيال ملي ګوند BNP او د هغې د مشري خالده ضيأ څخه په ښکاره ډول مخکي دی . ددغو معلوماتو پراساس چه د رايو حسابول به د ټلويزيون او راډيو د لاري په مستقيم ډول نشرسي ،څو ساعته دوام وکي .

پدې منځ کي د انتخاباتو د مؤقتي نتايجو څخه معلومه سوې ده ،چه عوامي ليګ د پارلمان دوه پر دريمه برخه اکثريت پلاس راوړی دی .

پارلماني انتخابات چه تر ډيرو امنيتي تدابيرو لاندي داير سول ،په بنګله ديش کښي به د ديموکراسۍ دبيرته راتګ سره مرسته وکي .

د انتخاباتي حوضو تر تړلو وروسته د انتخاباتي ناظرينو د شورا رييس نظم ال احسان کليم الله خبر ورکۍ،چه په دغو پارلماني انتخاباتو کي ډيرو خلګ برخه اخيستې وه ،او د80 مليونو رايو ورکونکو څخه 70 فيصده مستحقو کسانو په انتخاباتو کي برخه واخيسته .

اصلأ بايد په بنګله ديش کي پارلماني انتخابات د 2007 عيسوي کال د جنورۍ پر 22 تر سره سوي واي ، خو د جنورۍ په سر کي د بنګله ديش د ملي ګوند او عوامي ليګ تر منځ تر سختو ناآراميو او تشدد وروسته انتخابات وځنډيدل ، او په دغه د نړۍ اوم پر نفوس ترين هيواد کښي اضطراري حالت اعلام سو .

دملي ګوند BNP مشره خالده ضیأ چه تر 2006 ميلادي کال پوري د بنګله دیش صدراعظمه وه،اوس دغه انتخابات بايللي دي
دملي ګوند BNP مشره خالده ضیأ چه تر 2006 ميلادي کال پوري د بنګله دیش صدراعظمه وه،اوس دغه انتخابات بايللي ديانځور: Mustafiz Mamun

د پوځ لخوا حمايه سوي يوې مؤقتي کابينې د حکومت کارونه پر غاړه واخيسته ،او د رشوت او اختلاس پر ضد يې مبارزه اعلام کړه .

ددواړو سيالو او يو د بل سره دښمنو سياسي رهبرانو شيخ حسينه او خالده ضيأ تر رهبرۍ لاندي چه د 1991 کال څخه تر 2006 کال پوري حکومت واوښتۍ راواوښتۍ ، بنګله ديش د نړۍ يو د اختلاس ګرو هيوادو د جملې څخه ؤ .

مؤقتي حکومت د قدرت تر اخيستو وروسته نه يوازي خالده ضيأ او شيخ حسينه واجد بنديان ،بلکه په لس هاوو زره سياستمداران ،مامورين ، تجاران او معامله ګران يې هم بنديان کړه . ډيرو سياستمدارانو او فعالينو ته د فعاليت اجازه ورنه کول سوه .

پرون د انتخاباتو په ورځ په بنګله ديش کښي مجموعاً 650000 امنيتي ځواکونو امنيت پر غاړه اخيستۍ ؤ،تر څو انتخابات بې له مشکلاتو تر سره سي ،چه په نتيجه کي ډيري غټي پيښي رامنځته نسوې ،او يوازي څو کوچنۍ واقعې رامنځته سوې .

د بنګله ديش دپارلماني انتخاباتو په اړه د جرمني د ليبرال ديموکراټ د ګوندپخوانی مشر ګراف لمسډورف وايي چه ،«موږ د انتخاباتو وروسته ورځي ته هم ګورو ،چه رايي څنګه حسابيږي ،څنګه محاسبه کيږي ،او څنګه د انتخاباتو نتايج اعلانيږي . ځکه چه اکثراً دا يو غټ پرابل وي .»