د بنګله دیش محکمې پخوانۍ لومړۍ وزیره په زندان محکومه کړې
۱۳۹۶ بهمن ۱۹, پنجشنبهد پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۸مه نېټه) یوه قاضي پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا ته د پیسو د اختلاس کولو په تور د پنځه کلن بند سزا واوروله. د محکمې قاضي محمد اخترالزمان ویلي چې هغه په دې ډاډه دی چې محکمې د ضیا پر ضد تورونه په اثبات رسولي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې دغه پریکړه د امکان تر حده پورې ډیره نرمه ده. اخترالزمان ویلي چې: «د هغې ټولنیز او فزیکي حالت ته په کتو سره، ضیا په پنځه کلن بند محکومه شوې ده.»
د بنګله دیش دغه ۷۵ کلنه سیاستواله چې د ملي ګوند یا «بي. ان. پي» مشري هم پر غاړه لري، د ضیا د یتيم پالنې خیریه سازمان له رسمي بانکي حساب څخه خپل بانکي حساب ته د شاوخوا ۲۵۲ زره او ۲۰۰ ډالرو په انتقال تورنه شوې وه.
په ورته وخت کې د هغې پنځه مؤکلین، د میرمن ضیا زوی او د هغې څلور نور ملګرو ته د ۱۰ کلن بند سزا اورل شوې ده. د بنګله دیش د قانون په اساس، هغه کسان چې تر دوو کلونو په ډیر وخت په زندان محکوم شوي وي، دوی نه شي کولای د پنځو کلونو په ترڅ کې د کومي رسمي دولتي څوکۍ له پاره ځانونه نوماند کړي.
په عین وخت کې د بنګله دیش د قانون وزیر انیس الحق ویلي چې د محکمې دغې پریکړې وښودله چې هیڅ څوک هم تر قانون پورته نه دي. بل لوري ته بیا د بنګله دیش ملي ګوند یا «بي. ان. پي» بیا د محکمې دغه پریکړه رد کړې او هغه یې سیاسي ګڼلې ده.
د محکمې د پریکړې د اورولو پر مهال د خالده ضیا پلویانو لاریون کړی چي ورباندي پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی. په عین وخت کې پولیسو پر لاریونونو باندې رسمي بندیز هم وضع کړی. سربیره پر دې، د محکمې تر پریکړې ترمخه، امنیتي ځواکونو د اپوزیسیون شاوخوا ۳۵۰۰ فعالان بيولي ول. د دې تر څنګ ډهاکا ته پر تلونکو کښتیو او د بسونو تګ هم ځنډول شوی دی.
د بنګله دیش په تاریخ کې میرمن ضیا د حکومت دوهم کس دی چه په فساد تورنیږي. تر دې دمخه، د دې هیواد پخوانی پوځي دیکتاتور حسی محمد ارشاد هم په فساد تورن شوی وو.