1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنګله دېش پارلماني ټاکني او اخ و ډب

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۵, یکشنبه

نن د يکشنبې په ورځ په بنګله دېش کي پارلماني ټاکني رواني دي خو اپوزيسيون دغه ټاکني تحريم کړي دي او په بدل کي يې احتجاجونه او مظاهرې کوي. دغي ژوري سياسي شخړي د بنګله دېش بې اتفاقه ټولنه تر خپلي اغېزې لاندي راوستلې ده.

https://p.dw.com/p/1AlQU
Bangladesch Parlamentswahlen
انځور: AFP/Getty Images

هيڅوک هم له دې خراب سياسي حالت څخه د وتلو په موخه ټاکنو ته اميدواره نه ښکاري. نه بهرني څارونکي او نه هم د بنګله ديش خلک په دغو ټاکنو سره د وضد د ښه کېدو تمه لري.

دا ځکه چې د (AL)عوامي ليګ ګوند چې اوس په قدرت کې دی او د اپوزيسيون د ډيرو ګوندونو په ځانګړي ټوګه د(BNP) په نامه د بنګله ديش نيشنليست ګوند تر منځ د اختلافاتو واټن ډير زيات دی.

د ټاکنو تر پيليدو څو مياشتې دمخه، د عوامي ليګ ګوند د بنګله ديش له نيشنليست ګوند سره د ټاکنو د آمادګيو په هکله په شخړه کې وو. دغو شخړو تر دې اندازې پرمختګ وکړ چې د اپوزيسيون مخکښي ډلې د بنګله ديش نيشنليست ګوند له ډير شمير کوچنيو ګوندونو سره نه يوازي دا چې د ټاکنو صندوقونو ته ورتګ تحريم کړ، بلکي په احتجاجې مظاهرو او عمومي اعتصابونو سره يي په وارو وار د دغه هيواد ټولي چارې په ټپه درولي دي.

کله چې د نومبر مياشتې په نيمايي کې د ټاکنو نېټه اعلان شوه، د اپوزيسيون پلويانو په ډيرو سختو اعتراضونو سره غبرګون وښود چې له امله يي تر اوسه پورې تر ۱۴۰ ډيرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سره له دې د دغه هيواد لومړۍ وزيري شيخ حسينې پريکړه کړې ده چې د يک شنبې په ورځ به هرو مرو ټاکنې ترسره کړي.«په داسي حال کې چې د بنګله دېش د ولس يوه لويه برخه ورسره موافقه نه لري.» لکه څرنګه چې د پلازمېنې ډاکه په پوهنتون کې د بين المللي اړيکو د چارو پروفيسور امتياز احمد وايي:

«له پخوا څخه څرګنده ده چې د ۳۰۰ ټاکنيزو حوزو له جملې څخه به يې په ۱۵۳ کې د عوامي ليګ استازي وي، بې له دې چې يوه رايه هم وشميرل شي.»

د رای ورکولو يو مرکز
انځور: ROBERTO SCHMIDT/AFP/Getty Images

لکه څرنګه چې په دغه هيواد کې د رايو د ډيروالي سيستم اعتبار لري او په دغو ټاکنيزو حوزو کې له سره ټاکني نه ترسره کيږي. په دې توګه نو د رايه ورکوني شرايطو د درلودونکو وګړو نيمايي برخه هم د رايه ورکولو صندقونو ته لا نه ځي. پروفيسيور امتياز احمد وايي:

«دا کار زموږ له اساسي قانون سره توپير لري، ځکه په اساسي قانون کې راغلي دي چې هر بنګله ديشی د انتخاب کولو حق لري».

په ډاکه کې د فريدريش ابرت له بنسټ څخه هِنريک مايهک وايي: «په ټاکنو کې د خلکو له دومره کمي ونډي اخيستني سره حکومت کولای نه شي ځان ته د هيڅ ډول مشروعيت ادعا وکړي. د اپوزيسيون مشره خالده ضيا، عملاً په کورني حبس کې شپې او ورځې تيروي. د بنګله ديش د نيشنليست ګونډ نږدې ټول مشران يا خو پټ او يا هم بنديان شوې دي.»

د موقتي حکومت پر سره شخړه د اپوزيسيون او حکومت تر منځ يوه لويه اختلافي مسله ده. د دغه قانون پر بنسټ تر ټاکنو لږ دمخه د تکنوکراتانو يو موقتي حکومت جوړيږي، څو د دې ټکې په نه پام کې نيولو سره چې مخکې تر دي حکومت د چا وو د يو امنيت درلودونکي انتخاباتو چاري پر مخ بوزي.

خو دغه قانو بيا په ۲۰۱۱ کال کې د ستري محکمې له خوا د اساسي قانون خلاف وبلل شو. د دې قانون د لغو کيدو علت دا وو چې له هغه قانون سره په ټکر کې واقع کېدی چې له مخې يي يو غير منتخب حکومت و ټاکل شي، که څه هم هغه د يوې لنډي مودې له پاره وي.

خو د عوامي ليګ حکومتي ګوند وغوښتل چې په اوسنيو ټاکنو کې د محکمې د دغې پريکړې خلاف عمل وکړ او د يو حکومت پر ځای يي په خپله څو ګوندونه د موقتي حکومت په نامه مشري وکړي. خو اپوزيسيون دا کار په بشپړ ډول رد کړ.

لکه څرنګه چې د فريدريش ابرت له بنسټ څخه هِنريک مايهک وايي: «اپوزيسيون پر حکومت باور نه لري چې آزاد او عادلانه انتخابات به ترسره کړي.»