1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن دویم کنفرانس ته تیاري نیول کیږي

۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعه

د مدني ټولنې غړو د بن دویم کنفرانس ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. دوې په کابل کې تر غونډو وروسته دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره خپل استازي هم ټاکلي. نن «جمعه» په برلین کې هم د بن کنفرانس ته د تیارۍ په موخه غونډه جوړه شوي.

https://p.dw.com/p/134tc
«آرشیف انځور» د بن په دویم کنفرانس کې به د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وشي
«آرشیف انځور» د بن په دویم کنفرانس کې به د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وشيانځور: AP

د بشري حقونو یو شمیر فعالانو د پنجشنبي په ورځ په کابل کې د بن دویم کنفرانس ته د وړاندیزونو د راتلولو په موخه غونډه وکړه. دغو فعالانو غوښتنه وکړه چې د بن په دویم کنفرانس کې باید په افغانستان کې د قانون څخه سر غړوني ته د پای ټکی کیښودل شي.

د مدني ټولنې د بنسټونو یوه کاري کمېټه له تیرو څو میاشتو راهېسې د بن د دویم کنفرانس له پاره د وړاندیزونو په راتلولو بوخته ده.

د یادې کمېټې غړی نجیبه ایوبي وايي چې په دغې کمیټې کې ۱۵۰ کسان ګډون لري. ایوبي زیاتوي چې له دغې کمیټې څخه به ۳۴ کسان د بن په دویم کنفرانس کې ګډون وکړي.

کاري کمیټې د پنجشنبې په ورځ د بن دویم کنفرانس ته په درې برخو کې خپل وړاندیزونه ورکړل چې د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد پروسه، د نړېوالې ټولنې اوږد مهاله مرستې او د سولې له پاره سیاسي لارې چارې په کې شاملې دي.

د بشري حقونو د فعالانو په غونډه کې همدا راز پریکړه وشوه چې په افغانستان کې باید قانون ماتونې ته د پای تکی کیښودل شي.
د مدنې ټولنې د کاري کمېټې بل غړي، اجمل بلوچ زاده غوښتنه وکړه چې بشري حقونه، د ښځو حقونه او د بیان آزادۍ باید هیڅ وخت هم د سیاسي معاملو ښکار نه شي:

«د سولې او ملي پخلاینې بهیر باید د جګړې د قربانیانو د غوښتنو او انتقالي عدالت په پام کې نیولو سره په رڼه توګه پر مخ ولاړ شي او مخالفینو ته په یو اړخېزه توګه له امتیاز ورکولو څخه باید ډډه وشي.»

د بشري حقونو فعالانو همداراز د حکومت څخه وغوښتل چې د اداري فساد په وړاندې کوټلې ګامونه اوچت کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د بن دویم نړیوال کنفرانس به د روان میلادي کال په پای کې په آلمان کې جوړ شي. په دغه کنفرانس کې به نړیواله ټولنه د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړي.

دویچه ویله/ اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش