1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن غونډه د کابل ورځپاڼو توده موضوع ده

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

د کابل چاپ خپريدونکو ډيری ورځپاڼو په خپلوننۍ ګڼو کي د بن د دوهمي غونډي په اړه ليکني کړي دي. ورځپاڼو په دي باب منفي او مثبت نظرونه خپاره کړي او دغه ناسته يي له بېلا بېلو اړخونو شاربلې ده.

https://p.dw.com/p/13MEt
د کابل ورځپاڼي
د کابل ورځپاڼيانځور: DW

له کابل څخه خپريدونکي ويسا ورځپاڼي د بن له لومړي کنفرانس څخه تر دوهمه په افغانستان کي شويو پرمختګونو ته يوه اجمالي کتنه کړي.

ويسا وايي هغه په ميلياردونو ډالر چي د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته افغانستان ته راغلي تر ډيره، پر يو شمير داسي پروژو، لګول شوي، چي عملاً يې د خلکو په ژوند کي اغيزمنتوب ليدلای شو.

ويسا وايي دمګړی په افغانستان کي څه باندي پينځه زره کيلومتره سړکونه پاخه شوي، په سلګونو وړي او غټي پروژې لکه د نهرونو، پلونو، پلچکونو، استنادي ديوالونو او داسي نوري بشپړي شوي او يا تر کار لاندي دي، او په ورته وخت کي د بريښنا د بندونو او له بهر څخه د بريښنا په را واردولو باندي هم په سلګونو ميليونه ډالر لګول شوي او ډيري ښې پايلي يي لرلي دي.

ويسا وايي افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال هر څه له لاسه ورکړي ول، له بهرنيو ملکونو سره يې اړيکي پر هيڅ شمار وې او افغانان به ډيرو ملکونو ته د پاکستانيانو په پاسپورټونو تګ را تګ کاوه.

خو نن سبا هر څه بل ډول دي، افغانستان د دنيا په ډيرو ملکونو کي سفارت خاني لري او هيوادونه يي د يوه مستقل او خپلواک حکومت په توګه پېژني.

د پارلمان جوړيدل په تيرو لسو کلونو کي بله لويه لاس ته راوړنه ده، چي ورځپاڼي ترينه يادونه کړي.

په ورته وخت کي د ارادې ورځپاڼي بيا د بن د دوهمي غونډي په درشل کي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د پخواني الجزايري استازي لخضر ابراهيمي څرګندوني را اخيستي.

ابراهيمي په خپله يوه وروستۍ مرکه کي ويلي دي، چي افغانستان په تيرو څو کلونو کي د پام وړ پرمختګونه کړي، خو بيا هم هغه څه چي بايد شوي وای هغه لا هم نه دي تر لاسه شوي.

ارادې د ابراهيمي هغه څرګندوني هم را اخيستي، چي که چيري په ۲۰۰۲ کال کي طالبانو ته په سياسي پروسه کي د ورګډولو بلنه ورکړل شوې وای نو اوس به له هغوئ سره د سولي له پاره منډو ته اړتيا نه ليدل کېده او هرڅه به تر لاسه شوي وای.

په ورته وخت کي د انيس ورځپاڼي هم د بن دوهمه غونډه چي سبا د افغانستان په اړه جوړيږي ډيره مهمه بللې او پر افغانانو يې ږغ کړی، چي د ملي يو والي له پاره له شخصي او تنظيمي ګټو تيرشي.

انيس ليکي چي افغانستان په تيرو لسو کلونو کي له کړاونو ډک او ډير مهم پړاونه تير کړي اولا هم ډير کار په مخ کي دی چي بايد تر سره شي.

انيس په پای کي د بن دوهمه غونډه د افغانستان د راتلونکي يوې لسيزي له پاره ډيره مهمه بولي او د افغانانو هغه هيله انځوروي چي وايي نړيوال بايد له ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانان يوازي پري نه ږدي تر څو د بيا ودانولو او ولس واکۍ روان بهير ژوندی او مخ پر ودي وساتل شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل