1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن لادن کورنۍ سعودي عربستان ته واستول سوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعه

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چي د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي ئې سعودي عربستان ته استولي دي. دا کار د پاکستان په زړه کي د القاعدي د مشر اسامه بن لادن، تر وژل کیدو یو کال وروسته کیږي.

https://p.dw.com/p/14lhe
انځور: dapd

پاکستاني ځواکونو تیر کال د می په میاشت کي د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن درې کنډي او د هغوی اولادونو ونیول. پاکستاني چارواکو له هغه وروسته دا کار وکړ چي امریکايي خاصو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کي خپله بن لادن په همدې ښار کې وواژه.

اوس چي پاکستان د اسامه بن لادن درې ښځي او د هغوی اولادونه سعودي عربستان ته استولي دي، غواړي چي له دې سره د هغو عملیاتو یاد له هیره وباسي چې د دوی له خبر پرته پرته د امریکایانو له خوا په پاکستان کي تر سره شوی وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د اسامه بن لادن د کورنۍ الوتکه له پاکستان څخه د سعودي عربستان پرلور الوتې ده.

په پاکستان کي یوې محکمې د بن لادن کورنۍ ته د ۴۵ ورځو بند او له دغه هيواد څخه د وتلو محکوم کړی وو. د جمعې په شپه ناوخته یوه کوچني سرویس د بن لادن کورنۍ له هغه کور څخه چي پکښي ساتل کیدل پورته کړل او هوایي ډگر ته ئې ورسول.

ویل کیږي چي د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي ۱۲ کسان ول، چي درې ئې کنډي، اته ماشوما او یو لمسی وو. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي ول، چي هغوی ته امر شوی وو چي د اسامه بن لادن د کورن ۱۴ غړي سعودي ته واستوي.

که څه هم د بن لادن کورنۍ خپله سزا لس ورځي مخکي پوره کړې وه، خو سعودي عربستان ته د هغوی په استولو کي ځیني ستونزي رامنځ ته شوي وې.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن او د هغه د کورنۍ پیدا کیدل، د دغه هیواد او متحده ایالاتو په اړیکو کي ډیري ستونزي رامنځته کړې. ویل کیږي چي اسامه بن لادن په ۲۰۰۱ کال کي له افغانستان څخه پاکستان ته ولاړ په ۲۰۰۵ کال کي د ایبټ آباد په کلي کي له خپلي کورنۍ سره په يوه درې پوړیزه ودانۍ کي میشت شو.

اسامه بن لادن تر ټولو ځواني مېرمني چي امال نومیږي او۳۰ کاله عمر لري پاکستاني چارواکو ته ویلي دي چي د اسامه څلور اولادونه په پاکستان کي زېږېدلي دي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل