1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه گډون، د سولي بهیر ته گواښ دی

۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

کار پوهان وايي، چي پاکستان غواړي د بن کنفرانس په بايکاټولو سره په افغانستان کي د سولي بهير له ګواښ سره مخامخ کړي. دغه هیواد وروسته تر هغه دغه پريکړه وکړه، چي د ناټو په يوه بريد کي ۲۴ پاکستاني سرتيري ووژل شول.

https://p.dw.com/p/13JN4
«د پاکستان او امريکا اړيکي به پرې نه شي، خو ددوئ د اړيکو له ترينګلتيا څخه افغانستان ته تاوان رسيږي.»
«د پاکستان او امريکا اړيکي به پرې نه شي، خو ددوئ د اړيکو له ترينګلتيا څخه افغانستان ته تاوان رسيږي.»انځور: DW

واشنگټن غواړي د بن په را روان کنفرانس کي افغانستان د خپلو ګاونډيو سره تر ۲۰۱۴کال وروسته، چي بهرني پوځيان د افغانستان څخه ووزي، د سولي د بهير په اړه خبري اتر وکړي.

د افغانستان د چارو کارپو، شجاع نواز، وايي چي د بن په کنفرانس کي به د افغانستان ګاونډي هيوادونه، لکه چين، پاکستان، هندوستان او ايران د سولي په پروګرام کي خپل دريځ مشخص کړي.

نواز وايي، چي د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه گډون د افغانستان د سولي پروسه له ستر گواښ سره مخامخ کوي.

« کيدای سي اوس د ځينو کسان سره دا فکر پيدا سي، چي پاکستان غواړي په دغه کار سره په افغانستان کي د ياغي ګروپونو څخه په کار اخيستلو سره خپلي ستراتيژۍ پرمخ يوسي.»

د نواز په وينا د پاکستان دغه پريکړه د کلنټن د هڅو پر خلاف ده. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلنټن، تيره مياشت د اسيايي هيوادونو په سفر کي د افغانستان د سولي د بهير له پاره د ملاتړ د ترلاسه کولو په برخه کي کار وکړ.

د افغانستان يوه بله کارپوهه، ليزا کورتيس، وايي چي د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه گډون د افغانستان په اړه د بارک اوباما ستراتيژۍ له کواښ سره مخامخ کړې ده.

هغه زياتوي، د اوباما ادارې غوښتل، چي د بن په کنفرانس کي د افغانستان د سولي پروګرام له پاره ملاتړ تر لاسه کړي، خو اوس د پاکستان نه ګډون دغه پروسه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

د هغې په وينا د بن کنفرانس په برخه کي د پاکستان په اړه، د پخوا څخه ځيني شکونه موجود ول، خو د پاکستان ورستۍ فيصلې دغه شکونه لا پسي پياوړي کړل.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره، هيلري کلنټن، چي اوس د جنوبي کوريا په سفر ده، د بن په کنفرانس کي د پاکستان د نه ګډون په اړه خپګان ښوولی دئ.

هغې ويلي دي، چي متحده ايالات به د ناټو په عملياتو کي د پاکستاني سرتيرو د وژلو پېښه وڅېړي، خو دا چي پاکستان د افغانستان په هکله د بن په راتلونکي کنفرانس کي ګډون نه کوي خواشينوونکې ده.

ډيري کارپوهان باور لري چي د پاکستان او متحده ايالاتو اړيکي به پرې نه شي، ځکه چي دغه دواړه هيوادونه يو بل ته اړتيا لري. خو ښايي د دغه دواړو هيوادونو د اړيکو له ترينګلتيا څخه افغانستان ته تاوان ورسيږي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل