1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرنیو ماهرینو له پاره المانۍ شین کارت

۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبه

المان خپل ځانګړی «شین کارت» یا د اقامې ویزه صادروي چې له دې لارې بهرني ماهرین او کارپوهان دې ته وهڅول شي چې المان ته د کار له پاره راشي. خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا څوک المان ته د راتگ له پاره زړه ښه کوي او که نه؟

https://p.dw.com/p/15iOy
انځور: picture-alliance/dpa

المان غواړي چې د خپل کار د بازار مسلکي تشه ډکه کړي. په دې مقصد اوس دا هیواد چمتو دئ چې د اروپا له اتحادیې څخه بهر لاس اوږد کړي چې مسلکي او فني کسان المان ته راولي.

هر هغه چا ته چې د لوړو زدکړو خاوند وي او په المان کې د هغه مسلک له پاره اړتیا ولیدله شي او د کار نور شرایط پوره کړي، دغه رنگه یو شین کارت یا د اقامې ویزه، ورکوله کیږي.

المان ډیر لیوال دئ چې په خاصه توګه هندي ماهرینو او د لوړو زدکړو خاوندانو ته د خپل کار د بازار دروازه پرانيزي. خو لویه پوښتنه دا ده چې ایا هندیان غواړي چې المان ته راشي او که نور پرمختللي هیوادونه غوره ګني.

د المان غږ راډیو خبریال، کای کیوستنر د هند د نوې دهلي پوهنتون کې په دې هکله څیړنه کړې ده. کله چې هغه له څو هندي محصلینو څخه پوښتنه وکړه چې له فراغت څخه وروسته په کوم هیواد کې غواړي کار وکړي، یوه محصل وویل: «زه غواړم چې امریکا، استرالیا یا انگلستان ته ولاړ شم. هو لندن ته لندن ته.»

د دې پوښتنې په ځواب کې هیڅ یوه هندي محصل هم د المان نوم وا نه خیست. لږ تر لږه د نوي دهلي په پوهنتون کې څوک د المان نوم هم نه اخلي. کله چې زموږ خبریال یوه تن ته د المان نوم په خوله ورکړ، هغه په ځواب کې وویل: «هو المان، المان یوازې د نجونو له لحاظه په زړه پورې دئ...»

دغو محصلینو د المان د محصولاتو یا په اصطلاح "Made in Germany" ستاینه وکړه. خو دا د المان د اقتصاد د ستاینې په معنی نه ده. په اصل کې هندیان د اروپایي ټولنې د اقتصاد په هکله ډیر معلومات نه لري. یوه هندي محصله وایی: «زه د المان په هکله زیات معلومات نه لرم.»

ژبه مهم نقش لري. ډیری هندیان غوره ګني چې په داسې هیوادونو کې ژوند وکړي چې پکښې په انگلیسې ژبه خبرې کیږي. په المان کې د ژبې د ستونزې ترڅنګ، ډیری هندیان په دې هیواد کې له بهرنیانو سره د دښمنیو په هکله هم اندیښنې لري. د بیلګې په توګه ځینې هغه هندیان چې د المان د سیاست په هکله معلومات لري، د یوه الماني سیاستوال هغه یوه تبعیضي خبره نه ده هیره کړې چې د ټاکنیزې مبارزې په ترڅ کې ئې ویلي وو د «بهرنیانو پر ځای خپل ماشومان غوره وګڼئ».

پر دې خبرې سر بیره ډیری هندیان د خپل اقتصاد د پیاوړي کولو په هکله زیات فکر کوي، نسبت دې ته چې بهر او هغه هم المان ته لاړ شي. یو محصل وایی: «زه غواړم چې په هند کې پاتې شم. دلته په کافي اندازه امکانات شته. د هند له خپلواکۍ څخه وروسته موږ ډیر زیات پرمختګ کړی دئ. که چیرې موږ بهر ته ولاړ شو، نو خپل ملک ته نه بلکې بل ملک ته خدمت کوو.»

په هند کې له روانو اقتصادي ستونزو سره سره ډیر شمیر هندیان په همدې فکر کې دي. د بیلګې په توګه یو محصل چې نوم ئې پریا وښود، له خپل فراغت څخه لا مخکې په حیدر آباد کې د الکتروتخنیک په برخه کې له یوه شرکت سره کار موندلی دئ. دا هغه یو مسلک دئ چې په المان کې هم ورته ډیره اړتیا لیدله کیږي: «زما له پاره هند ډیر ښه ځای دئ چې پکښې کار وکړم. دلته زه ټول امکانات وینم. په عین وخت کې له خپلې کورنۍ سره نزدی یم. د کار له لحاظه هند ته تل لومړیتوب ورکوم.»

دا چې المان د هندي ماهرینو او مسلکي کسانو پر مخ خپله درازوه پرانیستله، ښایي یوه بې ځایه هڅه وي. خو سره له دې هم یو شمیر کسان شته چې د المان له تخنیک سره خاصه لیوالتیا لري او هغه تر نورو غوره ګڼي. یو هندي انجینر وایي: «د تخنیک له لحاظه المان له بریتانیا او یا فرانسې څخه مخکې دئ. زه په استرالیا او انګلستان کې وم خو اوس آلماني زده کوم. المانیان د ماشین د صنعت او تخنیکي پوهې له لحاظه ډیر مخکې دي.»

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش