1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوستن د پيښي پلټني رواني دي

نجيب الله زیارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

د بوستن په «ماراتون» يا ډله ييزه ځغاسته کي تر دوو چاودنو وروسته اوس د امریکا متحده ايالاتو کورني استخارات (FBI) دا څېړي، چي آيا دا يو تروريستي عمل وو؟ په دغه پيښه کي درې تنه وژل سوي او سل تنه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/18GS7
SWAT officers patrol the Copley Square area after explosions near the finish line of the Boston Marathon in Boston, Massachusetts April 15, 2013. Two bombs ripped through the crowd at the finish line of the Boston Marathon on Monday, killing three people, maiming others and injuring more than 100 in what a White House official said would be treated as an "act of terror." REUTERS/Neal Hamberg (UNITED STATES - Tags: SPORT ATHLETICS CRIME LAW)
USA Anschlag Boston Marathon Explosion Reaktionen Polizeiانځور: Reuters

په رسمي ډول په سپينه ماڼۍ کي د دغه چاودنو په اړه نه دي ويل سوي چي دا يو تروريستي عمل وو. خو يوه وياند څرگنده کړې ده چي «هر هغه پيښه چي د چاودېدونکو موادو له خوا رامنځ ته کيږي هغه يو تروريستي عمل دئ.»

د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۵) تر غرمې وروسته درې تنه هغه مهال ووژل سول او تر سلو زيات ټپیان سول چي په سنتي «ماراتون» يا ډله ييزه ځغاسته کي يو په بل پسې دوې چاودني رامنځ ته سوې. په وژل سوو کسانو کي يو اته کلن هلک هم شامل دئ.

دا په امریکا متحده ايالاتو کي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ تر پيښو وروسته لومړۍ چاودني دي چي انسانان پکښې وژل کيږي.

په دغه ډله ييزه ځغاسته کي چي له ۱۸۹۷ کال راهيسي هر کال په امریکا کي ترسره کیږي تقريباًً ۲۰۰۰۰ تنه په ځغاسته کي گډون کوي او په زرونو نور ئې نندارې ته راټوليږي.

لومړۍ چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوه چي د ځغاستي اماتورانو د ځغاستي واټن وهلی وو او د پای کرښي يا هغه ځای ته چي ځغاسته ختميږي رارسېدلي ول. تر لومړۍ چاودني ۱۵ ثانيې وروسته دوهمه چاودنه هم رامنځ ته سوه.

له چاودني سره سم د ماراتون گډون کوونکو او ننداره کوونکو ځانونه پر مځکه واچول او د ډيری ټپي سوو خلکو پښې تداوي سوي دي. د ډاکټرانو په خبره د ټپيانو له پښو او بدن څخه چرې را ايستل سوي دي. داسي ښکاري لکه له چره يي بمونو څخه چي کار اخيستل سوی وو. د ډيرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل سوی دئ.

اوباما تر پيښي وروستي په سپينه ماڼۍ کي له ژورناليستانو سره د خبرو پرمهال
اوباما تر پيښي وروستي په سپينه ماڼۍ کي له ژورناليستانو سره د خبرو پرمهالانځور: Reuters

د اوباما لومړی غبرگون

د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کي د ژورناليستانو سره په خبرو کي وويل: «موږ به دا پيدا کړو، چي دا کار چا کړی دئ.»

د اوباما په خبره حکومت تر اوسه پوري د دغه چاودنو د څرنگوالي په اړه څه نسي ويلای. خو هغه د پيښي په اړه په خپلو لومړيو څرگندونو کي وويل چي سړی دا پيدا کولای سي چي د دغو چاودنو مسئولين څوک ول.

بارک اوباما دغه راز خپلي ادارې ته لارښوونه وکړه، چي د امریکا متحده ايالاتو په هر هغه سيمه کي چي ورته اړتيا ده د امنيت د لا ټينگولو اقدام وکړي.

اوباما وويل: «موږ به دا پيدا کړو چي دا کار چا کړی دئ او ولي ئې کړی دئ.»

اوباما زياته کړه«هر مسئول کس او هره مسئوله ډله به د قضا له خوا له سختي سزا سره مخامخ سي.»

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما و نه ويل چي دا يو ترهگر عمل وو. هغه په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل. «موږ تر اوسه پوري ټول جوابونه نه لرو. موږ تر اوسه لا نه پوهيږو چي دا کار چا کړی دئ او ولي ئې کړی دئ.»

خو د سپيني ماڼۍ يوه چارواکي ويلي دي، چي د بوستن پيښي يو تروريستي عمل گڼل کيږي.