1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوستن د پيښي په تړاو نور کسان نيول سوي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د بوستن په ماراتون کي د چاودنو په تور درې تنه نور تورن محصلين نيولي دي. ويل کيږي چي له دوی څخه دوه تنه ئې د جوهر څارنايف هم صنفيان دي.

https://p.dw.com/p/18QNm
Department of Homeland Security police officers stand watch outside the Moakley Federal Courthouse in Boston, Mass., Wednesday, May 1, 2013. Three suspects were taken into custody in the Boston Marathon bombing case including two college friends of Dzhokhar Tsarneav, according to officials. (AP Photo/Charles Krupa)
Boston Marathon Anschlag Weitere Festnahmenانځور: picture-alliance/dpa

امريکايي چارواکو ويلي دي، چي اوس په دې اړه پلټني رواني دي، چي آيا دغو کسانو د څارنايف په غوښتنه د شا يو بيک چي په هغه کي د چاودېدونکو موادو اسباب پراته ول غورځولی دئ.

دغه راز ويل کيږي، چي په دغو نيول سوو کسانو کي دوه تنه ئې چي قزاقان دي تر دې دمخه هم د پوليسو له خوا د قانون د نه مراعتولو په خاطر نيول سوي ول.

د نيول سوو کسانو دريم تن يو امريکايي دئ. دغه درې سره کسان د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۱) په بوستن کي محکمې ته حاضر کړل سوي ول. دغه کسان په دې تورن سوي دي چي د قضايي ارگان د کار مخه ئې نيولې وه او غلط معلومات ئې ورکړي دي.

د راپورونو له مخي د دغو درو کسانو له ډلي څخه دوو تنو ئې د څارنايف له کوټې څخه د چاودېدونکو موادو د وسايلو يو بيک ايستلی وو او پوليسو ته ئې د تحقيقاتو پرمهال درواغ ويلي دي.

ويل کيږي چي دغه محصلينو له څارنايف سره په يوه پوهنتون کي زده کړي کولې او د «ان بي سي» تلويزيون د معلوماتو له مخي د هغه دوستان ول. خو دغو تورنو کسانو د بوستن تر چاودنو دمخه د پيښي په اړه معلومات نه درلودل.

د بوستن په ماراتون کي د چاودنو اصلي تورن کسان دوه ورونه تاميرلن او جوهر څارنايف دي. تاميرلن تر چاودنو دوې ورځي وروسته له پوليسو سره په وسله واله نښته کي ووژل او جوهر چي ۱۹ کلن دئ يوه ورځ وروسته د خپل ورور تر مرگ سخت زخمي سو او اوس د يوه زندان په روغتون کي بستر دئ.

د بوستن د ماراتون يا ډله ييزي ځغاستي پرمهال په چاودنو کي درې تنه ووژل سول او نزدې ۲۰۰ تنه نور ټپيي سول.

د خلکو له پاره خطر نه سته

د دغو درو تنو تر نيولو وروسته پوليسو ويلي دي، چي خلک بايد هيڅ بيره و نه لري. د وروستيو پلټونو له مخي دواړو ورونو څارنايف چاودني يوازي پلان کړي وې.

د بوستن تر چاودنو وروسته په دغه ښار يوه ورځ تقريباً ټول تړل سوی وو او ټول خلک په له بيري په خپلو کورونو کي پاته سوي ول.