1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بولدک ولسوالۍ پر چټک غبرگون قطعې د ځانمرگو وسله وال يرغل

۱۳۹۴ بهمن ۵, دوشنبه

د کندهار چارواکي وايي چي د دغه ولايت په سپين بودلک ولسوالۍ کي د چټک غبرگون قطعې پر ودانۍ باندي پنځه سره ځانمرگي بريد کوونکو وژل سوي دي. پېښه نن غرمه رامنځ ته سوې ده. مسئوليت ئې وسله والو طالبانو منلی.

https://p.dw.com/p/1HjS1
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۵مه) دويچه ويله ته وويل چې نن غرمه د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کي د چټک غبرګون قطعې پر څلورم کنډک پنځو تنو وسله والو يرغل وکړ.

د هغه په خبره دغه کسان په وسلو او د چاودېدونکو موادو په صدريو سمبال چي ودانۍ ته پر ورننوتلو هم وتوانېدل، خو سمدستي د سرحدي پولیسو له وسله وال غبرګون سره مخامخ سول.

درانی وايي، تر نیم ساعت جګړې وروسته پنځه سره راغلي وسله وال ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو لخوا له منځه یوړول سول.

هغه زياته کړه چي په دې برید کي د سرحدي پولیسو دوه سرتیري وژل سوي او ۵ نور ټپیان دي، چي روغتیايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دی: «اوس په سیمه کي چاڼیز عملیات شروع دي، ټوله سیمه د پولیسو په واک کي ده.»

یو تن عیني شاهد اغامحمد، چي په سیمه کي د خوراکي موادو دوکان لري دویچه ویله ته د تلیفون پر کرښه وویل، د ماپښین له لمانځه څخه دوکان ته راروان وم، چي ناببره ټکان سول.

نوموړی وايي، یوڅو ګړۍ یو بغل ته پټ سوم، وروسته د ولسوالۍ او نورو پوستو څخه پولیس د جګړې ځای ته ورغلل او لږ وروسته جګړه آرامه سوه: «ما خپله د عامو خلکو مړي یا ټپیان نه دي لیدلي، خو درې سرحدیان مي ولیدل چي په موټرو کي يې اچولي ول او موټرونو په زوره هارونونه وهل. نه یم خبر چي مړه وه که ټپیان.»

د پيښي مسئولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی او رسنیو ته يې ویلي دي چي په دې پيښه کي يې تر۲۰ زیات کورنی عسکر وژلي او ټپیان کړي دي. خو دولتي چارواکي داخبره نه مني.