1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوکو حرام په بند کي ۱۰۰ ورځي

دوکشټاين/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱, چهارشنبه

درې میاشتي دمخه د نايجريا په شمال کې د چيبوک ښار هغه وخت د خبرونو سرلیک وگرځېد چې د بوکو حرام ډلي له همدې سیمې څخه د ښوونځی شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي برمته کړې.

https://p.dw.com/p/1ChGF
انځور: Wole Emmanuel/AFP/Getty Images

د ۲۰۱۴ کال د اپریل میاشتې د ۱۴ نیټې په شپه په چېبوک ښار کې د یوه متوسطه ښوونځي مخ ته څو موټر ولاړ ول. د بوکو حرام د ترهگري ډلي غړي په زور دې ښوونځي ته ننوتل او شاوخوا ۳۰۰ نجوني یې له ځانه سره وتښتولې.

تر هغه وروسته د نایجریا حکومت اعلان وکړ چې یاغیانو ۱۲۹ نجونې برمته کړې دي چې له دې ډلي څخه ۵۲ تنې په تیښته بریالۍ شوي دي. د ښوونځي مشري اسبا الیو کوارړبولا، ټینگار کاوه چې د برمته شویو نجونو شمیر تر دې ډیر لوړ دی. د تښتول شویو نجونو عمرونه د ۱۲ او ۱۸ کلونو تر منځ دي او تر نن ورځې پورې يې درک معلوم نه دی.

د یوې برمته شوي نجلۍ مور دویچه ویله ته وویل: «زه له هغه وخت راهیسي زوريږم چې ماشومه مي وتښتول شوه. له هغه ورځي راهیسي زما له پاره هيڅ معنی نه لري. که همدا اوس ما یو کس په وسلې وگواښي، زه یې په قصه کې نه یم. آن زما له پاره زما مرگ لا اهميت نه لري.»

د برمتو شویو نجونو د موندلو هڅي

د می میاشتي په وروستیو ورځو کې د نایجریا د پوځ جنرال الیکس بیدا، خبریالانو ته وویل چې هغه په دې خبره پوهیږي چې برمته شوي نجوني چيري ساتل کیږي خو هغه نور جزئیات ور نه کړل.

په لومړی سر کې داسي اټکلونه کیدل چې کیدای شي بوکو حرام برمته کړي نجوني گاونډي هیواد کامرون ته لېږدولي وي. داسي انگیرني هم کېدې چې کیدای شي دغه نجوني د نایجریا په شمالي برخه کې په ځنگلونو کې ساتل کیږي.

خو دغه ټول معلومات ډیر په درد و نه خوړل. د مدني ټولني فعال جیبو ابراهیم، وايي چې هغه له دې وضعیته ډیر ناخوښ دی. هغه وایي: «حکومت وایي چې نه غواړي له پوځي ځواکه کار واخلي ځکه کیدای شي برمته شویو نجونو ته تاوان ورسیږي. نو له دې کبله که پوځي اقدام نه ترسره کیږي، باید له بوکو حرام سره خبري وشي. آیا حکومت فکر کوي چې دغه نجوني به تر دغو شرايطو لاندي د تل له پاره ژوندۍ پاتي شي؟»
زموږ نجونې بیرته راولی

جیبو ابراهیم د Bring Back Our Girls یا زموږ نجوني بیرته راولی له خوځښت سره همکاري کوي. له دې خوځښت سره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ماينه میشل اوباما او پاکستانۍ فعاله ملاله یوسفزۍ هم یوځای شوي دي. د نایجریا په پلازمېنه ابوجا کې هم په زرونو کسانو مظاهرې وکړي او د دغو نجونو د آزادیدو غوښتنه یې وکړه.

د نایجریا د ښووني او روزني پخوانۍ وزیري او د «زموږ نجوني بیرته راولئ» خوځښت فعالي اوبي ازاقویسیلي، د سه شنبې په ورځ په خپل تویتر ټولنیزه پاڼه کې ولیکل: «حقیقت خو دا دی چې د برمته شویو نجونو والدینو زموږ د دولت په پرتله له دباندي څخه ډیر ملاتړ او آرامښت تر لاسه کړی دی.»

په همدې ورځ د نایجریا ولسمشر گودلوک جنتان، په ابوجا کې د برمته شویو نجونو له ۱۵۰ تنو څپلوانو سره ولیدل. په دې لیدنه کې هغه ۵۷ نجوني هم شاملي وې چې د بوکو حرام ډلي له بنده په تیښته بریالي شوي دي.

يو شمېر نايجريايانو پر حکومت باندي غږ کوي چې له بوکو حرام سره خبري پیل کړي: «نه بهرني ځواکونه او نه هم د نایجریا پوځ د دې ستونزي له پاره د حل کومه لار لري. موږ فکر کوو د حل يوازنۍ لار ډیالوگ ده.»