د بوکو حرام ډلي پرضد پوځي عمليات سوي دي
۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبهاعلان
د بوکو حرام د یاغیانو پر ضد د نایجریا د پوځ د عملیاتو په نتیجه کي۱۴ انسانان وژل سوي دي. لکه څرنګه چي پوځ اعلان کړی دی، د پوځ ځانګړو ځواکونو د بوکو حرام په اصلي مرکز، مایدوګوري کي د دغي تندلاري اسلامي ډلي پر ضد عملیات تر سره کړل. په عملیاتو کي۱۳یاغیان او یو عسکر وژل سوی دی. د پوځ ځانګړي ځواکونه د شمال په ډیرو ښارو کي د بوکو حرام پر ضد عملیات پيل کړي دي. دغه ډله له کلونو راهیسي د یوه اسلامي دولت د جوړیدو له پاره جنګیږي. د نایجریا په شمال کي مسلمانان اکثریت لري.