1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيان د آزادۍ سرحد کوم ځای دئ؟

مسعود جهش (جينيفر)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو په شان لویدیځي دیموکراسۍ د بیان د آزادي له پاره مطمئن ځایونه بلل کیږي. خو پر دې سربیره هم د «اسوشیتد پرس» شخړي دا خبره روښانه کړه چې هلته هم ژورنالیستان څارل کیږي. په آلمان کې وضعیت څرنگه دی؟

https://p.dw.com/p/18a0w
business conference camera journalism © picsfive #16855152
Symbolbild Medienfreiheitانځور: Fotolia/picsfive

د امریکا د عدلیې وزیر ایرک هولدر، وویل چې په ځینو موارد کې داسې معلومات رسنیو ته ورکړل شوي دي چې له کبله یې آن د امریکايانو ژوند ته گواښونه رامنځ ته شوي دي. هغه په دې ترتیب سره هڅه وکړه چې د امریکا د دولت له خوا د اسوشیتد پرس خبري آژانس د ژورنالیستانو څارنه توجیه کړي.

د امریکا له خوا د اسوشیتد پرس ژورنالیستانو د څارلو په ترڅ کې د هغوی د تلیفونونو ریکاردونه کتل شوي ول چې په پایله کې یې بیا امریکايي چارواکي په دې توانیدلي ول چې د اسوشیتد پرس خبري آژانس د ژوزنالیستانو د سرچینو ځایونه مشخص کړي.

دغې موضوع په امریکا متحده ایالاتو او د آلمان په ګډون د نړۍ په يو شمېر نورو هیوادونو کې د رسنیو اندیښنې راپارولي دي. د آلمان د ژورنالیستانو انجمن د امریکا متحده ایالاتو دغه اقدام غندلی دی او هغه یې «د رسنیو د آزادۍ پر ضد یو اقدام» بللی دی. دا خبره ځکه ډیر اهمیت لري چې د «بې له داسې سرچینو چې خپل هویت نه بربنډوي» څېړنیز ژورنالیزم ډیر ستونزمن او ناممکنه کار دی.

څه شی «د امنیت پر وړانې ګواښ» دی؟

له بلې خوا د دې په اړه چې آلماني ژورنالیستان دې له ورته حالت سره مخامخ وي ډېري اندیښنې موجودې نه دي. د ژورنالیستانو د اتحادیې د برلین-برندینبورګ د څانګې مشر میشایل دیدیسکي، دویچه ویله ته وویل: «په آلمان کې د دغه شان یوه حالت د رامنځ ته کیدو په اړه حتی فکر هم نه شي کیدای.»

ښاغلی دیدیسکي وايي چې د آلمان د اساسي قانون محکمه چې په اصل کې د آلمان د اساسي قانون پلي کیدل تضمینوي، دغه موضوع ډیره مهمه گڼي. د آلمان په اساسي قانون کې د رسنیو آزادي تضمین شوې ده.

د بیلګې په توکه سړی کولای شي په آلمان کې د سیسیرو «Cicero» په نوم یوې مجلې قضیې ته اشاره وکړي. په ۲۰۰۵ کال کې د آلمان دولتي مامورینو تر هغه وروسته د دغې مجلې دفترونه ولټول چې هغې یو شمیر پټ دولتي اسناد خپاره کړي ول. د دې عمل په غبرګون «سیسیرو» د آلمان پر حکومت دعوا وکړه چې په پای کې یې هغه وګټله.

د دریسدین له تخنیکي پوهنتون څخه د رسنیو څیړونکي والفګنګ دونسبخ، وویل چې د ترهګرۍ په ګواښ پوري تړلې موضوعګاني په متحده ایالاتو کې د رسینو د آزادۍ په برخه کې لوی نقش لوبوي. هغه وایي چې که څه هم دولت نه شي کولای چې د رسنیو د څارنې عمل له قانوني لحاظه توجیه کړي، بیا هم سړی کولای شي چې تر یوه حده پورې دغه موضوع درک کړي.

په امریکا کي د اسوشېتد آژانس څارل په نړۍ کي د ژورناليستانو غبرگونونه را وپارول.
په امریکا کي د اسوشېتد آژانس څارل په نړۍ کي د ژورناليستانو غبرگونونه را وپارول.انځور: Reuters/Adrees Latif

د دې له پاره چې حکومت وشي کولای خپل دغه شان اقدامات توجیه کړي، نو هغه ډیر وخت له امنیتي مسایلو سره تړي. خو ریدیسکي دغه موضوع نه شي منلای. هغه وایي: «که موضوع د یوه جرم د مخنیو په اړه وي، نو ژورنالیستان به دومره درک ولري چې یوه موضوع خپره نه کړي. خو که دولت په ډیر ساده ډول یو لړ معلومات له امنیت سره تړلي وبولي، نو دا د امنیتي چارواکو پیژندل شوې پلمه ده.»

څه شی د رسنیو پر آزادي باندې یو برید بلل کیدای شي؟

ریدیسکي ټینګار وکړ چې کله په آلمان کې ژورنالیستان له یوې سرچینې څخه پټ معلومات تر لاسه کړي نو هغوی یې د خپرولو حق لري. هغه څوک چې په دې هکله له قانون څخه سرغړونه کوي، د معلوماتو ورکوونکی او یا هم ورکوونکې ده، نو له همدې کبله هغه نه غواړي چې نوم یې واخیستل شي او هویت یې هم بټ وساتل شي.

په هغه صورت کې چې یو ژورنالیست له خپلې سرچینې څخه د اسنادو غوښتنه وکړي، نو له ستونزي سره مخامخیدای شي. ریدیسکي وایي: «د ژورنالیست دغه عمل کیدای شي له دولت سره خیانت کولو ته د یوه وګړي تشویقول وبلل شي او خبره غیرقانوني ده. خو د اسنادو د ترلاسه کولو او یو څوک له دولت سره خیانت کولو ته د تشویقولو تر منځ د توپیر رامنځ ته کول یو ډیر سخت کار دی.»

د رسنیو څارنه او د هغوی د دفترونو لټول، په دې سره چې په ځینو مواردو کې دولت هڅه کوي چې رسنې تر خپل نفوذ لاندي راولي بیلې موضوعګانې دي. ډیر وخت داسې کیږي چې د یوه سیاستوال دفتر او یا هم خپله سیاستوال یوه ژورنالیست ته تلیفون کوي چي هغه تر خپل نفوذ لاندي راولي او یا هم د یوه رپوټ د خپریدو مخه ونیسي.

ولفګنګ دونسبخ دوهم مورد د رسنیو پر آزادۍ باندې د برید په توګه نه بولي. هغه وایي: «دا یوازي د رسنیو د آزادۍ پر وړاندي یو ګواښ دی چې کله یو څوک پر رسنۍ باندې فشار راوړي او په پایله کې یې حقایق پټ پاتيږي.»

خو په آلمان کې وضعیت بل ډول دی. ځکه کله چې پر یوې رسنې باندي د یوه سیاستوال له خوا فشار راشي، نو بیا دغه موضوع ډیر ژر خلکو ته رسول کیږي او ورباندي په جدي ډول بحثونه کیږي. ریدیسکي وایي چې که رسنۍ د سیاستوالو تر اغیزې لاندي راشي نو پخپله هغوی هم مسئول دي او کیدای شي چې هغوی «خراب ژورنالیستان» وبلل شي. ریدیسکي ټینګار کوي چې رسنې باید هیڅ وخت د اشخاصو تر اغیز لاندي را نه شي.

د رسنیو د آزادۍ په برخه کې درجه بندي

د بې سرحد خبریالانو له خوا د رسنیو د آزادۍ په اړه په یوه خپاره شوي نوملړ کې آلمان ۱۷ ځای لري. په دغه نوملړ کې د ۱۷۹ هیوادونو نومونه شامل دي چې په سر کي يې اسکاندیناوي هیوادونه راغلي دي. په دغو هیوادونو کې ډنمارک، ناروې او سویډن هیوادونه شامل دي. ریدیسکي وايي چې دغه هیوادونه د خبریالانو له پاره ډیر ښه شرایط مساعدوي. د بې سرحده خبریالانو په دغه نوملړ کې د امریکا متحده ایالات ۳۲ ځای لري.