1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بِرنر پولې د تړلو پر وړاندې غبرګونونه

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د مهاجرو پر مخ د برنر بندر د تړلو له کبله په شویو اعتراضونو کې د تاوتریخوالو پیښې رامنځ ته شوې دي. د ایټالیا پولیسو د اعتراض کوونکو له ډلې څخه یو شمیر یې نیولي هم دي.

https://p.dw.com/p/1Ijwt
Österreich Italien Brenner Pass Demonstration
انځور: Reuters/D. Ebenbichler

د دولتي ادارو د څرګندونو له مخې د ایټالیا او اتریش تر منځ په سرحدي بندر کې دوه تنه پولیس ټپي شوي او لس تنه لاریون کونکي نیول شوي دي. د اتریش پولیس وايي چې د یوې میاشتې مودې په دغه دریم لاریون کې له ۶۰۰ څخه زیاتو اعتراض کونکو ګډون کړی وو.

ویل شوي دي چې په اعتراض کوونکو کې ډیری یې د کیڼ اړخي ډلې پورې تړلي کسان وو. دوي د «پولو د خلاصیدو» غوښتونکي شول او هڅه یې کوله چې د ایټالیا له لارې اتریش ته ځانونه ورسوي.

اتریش نه غواړي د مهاجرو له موج سره مخامخ شي

د اپریل میاشتې په پای کې د اتریش حکومت اعلان وکړ چې له ایټالیا سره په ګډه پوله د «برنر» بندر د تړلو له پاره خپل تیاری نیسي ترڅو د مهاجرو د موج له کبله له یوه رامنځ ته کیدونکي کړکیچ سره مخامخ نه شي. 

د کورنیو چارو وزیر ولفګانګ زوبوتکا، وویل چې اتریش غواړي د پولې د ښه کنترول په موخه «د موانعو د جوړولو لپاره وسایل تیار کړي» خو د دې له پاره چې له دغه کار څخه د «منزوي کیدو پیغام» نه وي اخیستل شوي، دوی به دغه وسایل سمدلاسه نصب نکړي. زوبوتکا وویل چې دوی باید د مخه خپل تیاری ولري ترڅو د اړتیا پر وخت بندر وتړل شي. هغه پر دې سربیره وویل چې په دغه بندر کې د راجستر کولو یو مرکز هم جوړیږي.

د برنر بندر له لارې په ورځ کې ۲۵۰۰ بار وړونکې لارۍ او شاوخوا ۱۵ زره واړه موټر تیریږي راتیریږي. د اروپایي ټولنې د کمیسیون مشر ژان کلود یونکر، اتریش ته د دغه سرحد د بندولو په اړه خبرداری ورکړ دی.

یونکر ویلې چې د «برنر بندر» د اروپا د شمال او سویل تر منځ له هره اړخه یوه مهمه ارتباطي نقطه ده او «هر هغه څه چې د برنر پر وړاندې خنډ واقع کیږي یوازې درانه اقتصادي زیانونه نه اړوي، بلکه د یو سیاسي ناورین د رامنځ ته کیدو لامل هم ګرځیدی شي.»

تر اوسه ډیر شمیر مهاجر د ترکیې له لارې یونان ته راغلي او بیا د بالکان هیوادونو له لارې د مرکزي اروپا پر لور تللي دي. تیر کال په سلګونه زره مهاجر د بالکان له طریقه اتریش ته ورسیدل چې ډیری یې په آلمان کې پاتې شول. اوس مهال د ۹۰ زره په شاوخوا کې مهاجرو په اتریش کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب