1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بډي اخيستلو او اختلاص سره مبارزه کونکي زیاتې پيسې غواړي

۱۳۸۸ آبان ۲۰, چهارشنبه

د دي لپاره چي په افغانستان کي د بډي اخيستلو او اختلاص سره اغيزمنه مبارزه شوي وی، بايد تر هرڅه ړومبي د بډي اخيستلو او اختلاص سره د مبارزي اداره یوه کافي بودجه او مناسب وسايل ولري.

https://p.dw.com/p/KTqH
انځور: AP

دغه خبره په افغانستان کی دبډی او اختلاص سره د مبارزي د اداري مرستیال ارشاد احمدی په کابل کي د آژانس فرانس پرس د يوه خبر يال سره په مرکه کي کړيده. احمدی پخپله مرکه کي وايی، چي لومړي د دغي مبارزي لپاره یوه نوی قانو ن ته اړه شته. د بډي او اختلاص سره د يوي کلکي مبارزي غوښتنه يوه سمه او اساسی غوښتنه ده. خو خبره دا ده چي د دغي مبارزي د پرمخ بیولو په لاره کي ډير خنډونه شته دی، دومره زيات چی سړي نه پوهيږی، له کومه ځایه څخه يي پيل کړي.

خو تر هرڅه ړومبي بايد یو نوي نوي قانون ناقذ شي او په دغه قانون کی د بډی اخيستلوسره د مبارزي مسولو مامورینو ته دی پوره صلاحیتونه ورکړ شی. تر اوسه د دغي اداري مسولین د صلاحيتونو له پلوه ډیر ضعيفه دی. مثلا د دغي اداری مسولین پخپله نشی کولاي د هغه کسانو څخه چي په بډی اخيستلو او اختلاص تورن دي، تحقيقات وکړي. احمدی وايي چي نه مونږ د دغه تورونو کسانو څخه په مستقیم ډول سره دتحقيقاتو او پوشتنو صلاحيت لرو، نه دوی مونږ نیولی شو. او نه مونږ دوي دجزايي قانون په اساس تر تعقيب لاندی راوستلاي شو. تر اوسه مونږ يواځي داکار کولای شو چی دبډي اخيستلو او اختلاص دفقرو څخه پوليسو او څارنوالیو ته خبر ورکړو. خو خبره داده چي زياتره پوليسان او څارنوالان پخپله به بډی اخيستلوکي زيات شهرت لری.

د Tranceparency International په نامه يو نړیوال سازمان شته چي دنړي په ټولو هیوادونو کی دبډي اخيستلو په اړه څيړني کوی. ددغه نړیوال سازمان په کلني رپوټ کی ويل کیږی، چي افغانستان دهغه پنځو هیوادنو په کتار کی شميرل کيږی چی هلته د بډی اخيستل او اختلاص زښته زيات رواج لری. په افغانستان کی پوليسو، څارنوالانو، قاضیانو او د نورو ادارو مامورینو ته رشوت ورکول يوه عادی ورځني موضوع ګرځيدلۍ.

د افغانستان د دولت مشر چي ويل کيږي د جمهوری ریاست دوهم پړاو يی له دی امله ګټلی چی په دغه ټاکنو کی درغلی شوی، خو اوس نړیوالی ټولنی په حامد کرزی باندی له دی امله خپل فشارونه زيات کړی چی دی بايد د بډي اخيستلو او اختلاص په ضد په کلکه قاطع مبارزه وکړی.

حامد کرزي هم دا ژمنه کړی چی دی به دا کار کونی. خو دا کار په هغه صورت کی کيداي شی چی لمړی دبډي او اختلاص سره دمبارزي يو نوی قانون منځ ته راشی او په دغه قانون کی دبډی او اختلاص سره دمبارزي داداری کارکونکو ته لازم وسیاسی او قانونی صلاحیتونه ومنل شی.

بله مساله داده چی دغه اداره بايد سالم او په کافي اندازه کار پوه او امین پرسونل ولری. د کافی او په کار پوه پرسونل لپاره بياهم پیسي په کار دی او د پیسو په برخه کی څنګه چی احمدی وايی بیاهم بهرنيومرستو ته اړه شته.

ضيا فضلی
کتونکی: يحيی وردک