1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بښني نړيوال سازمان: د افغانستان په انتخاباتو کي کانديدان بايد بشري حقونو ته ژمنه ولري

۱۳۸۸ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د بښني سازمان چي مقر يي په لندن کي دی وويل، په 2001 کي د متحده ايالاتو په مشري د نړيوال ځواک له خوا د طالبانو د رژيم له نسکوريدو څخه وروسته هم په مليونونوافغانان لا تراوسه د بشري حقونو د سرغړونو څخه رنځ وړي.

https://p.dw.com/p/J4EQ
د بښنی د نړيوال سازمان عمومی منشی Irene Khan
د بښنی د نړيوال سازمان عمومی منشی Irene Khanانځور: AP

د بښني نړيوال سازمان د افغانستان د جمهوري رياست له کانديدانو څخه غوښتنه وکړه چي د بشري حقوق خوندي وساتي او د سرغړونو پر سر د عامه خلکو د سخت قهر او غوصی او ستړيا څخه يي خبرداري ورکړ.

د بښني سازمان چي مقر يي په لندن کي دی وويل، په 2001 کي د متحده ايالاتو په مشري د نړيوال ځواک له خوا د طالبانو د رژيم له نسکوريدو څخه وروسته هم په مليونونوافغانان لا تراوسه د بشري حقونو د سرغړونو څخه رنځ وړي.

د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د زمري د مياشتي د 29 نيټي د ټاکونو څخه مخکي د بښني سازمان د افغانستان په ټولو کانديدانو باندي غږ وکړ چی د بشري حقونو د خوندي ساتني لپاره د هغه سازمان يو لس فقره ايز پلان ته ژمنه ولري او هغه مراعات کړي چي په هغه کي له ياغيانو سره په نښتو کي د ولسي وګړو خوندي ساتل هم شامل دي.

د بشری حقوقو سرغړونی په رڼا ورځ: افغان محصل د پوليسو له خوا ډبول کيږی
د بشری حقوقو سرغړونی په رڼا ورځ: افغان محصل د پوليسو له خوا ډبول کيږیانځور: AP

د بښني نړيوال سازمان په يوي خپري شوي اعلاميي کي وويل:

«افغانان لا تراوسه په سخت فقر او غربت کي شپي او ورځي تيروي، د قانون له حاکميت څخه بي برخي دي. د نشه يي توکو قاچاق، کمزوري حکومتوالي، له کنترول څخه وتلي اختلاس، کمزوری او بي کفايته قضايي نظام او قانون ته نه درناوي له دغه ناخوال وضعيت سره جوخت دي.»

اعلاميه وايي: « ډيري افغانان د افغانستان حکومت باندي چي د بشري حقونو په نسبت بي پرواء دي، په قهر دي او له دي حکومت سره د ستړيا احساس کوي.»

اعلاميي د جمهوري رياست په کانديدانو غږ کړي چي په خپلي انتخاباتي مبارزي کي د بشري حقونو ناخوال وضعيت ته ګوته ونيسي او د رسنيو له لاري په دي اړه خپل غږ پورته کړي.»

وروسته له هغي چي دطالبانو رژيم نسکور شوي ، افغانستان د دوهم ځل لپاره د خپل هيواد ولس مشر ټاکي، دغه ټاکني نه يواځي د افغانانانو بلکه د لويديځو هيوادونو لپاره چي په افغانستان کي د ديموکراسي د ټينګښت لپاره هلي ځلي لري، خورا اهميت لري.

په افغانستان کي څه د پاسه سل زره بهرنيو ځواکونه مستقر دي، ديري د ناتو او امريکا متحده ايالاتو تر مشري لاندي د طالب ياغيانو پر ضد په جګړه کي ښکيل دي.

فرانس پرس/ عبدالباری حکيم

کتونکی: عارف وردک