1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بگرام د زندان څخه يو فلج بندي آزاد سو

۱۳۸۹ دی ۲, پنجشنبه

د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اوسيدونکی ۳۵ کلن نصرالله په دواړو پښو فلج دی او درې مياشتي د ترهگرو سره د مرستي په تور په بگرام زندان کي تيري کړي.

https://p.dw.com/p/QiWd
د بګرام د زندان څخه آزاد سوی بندي
د بګرام د زندان څخه آزاد سوی بنديانځور: DW

نوموړى د خوست د تڼيو ولسوالۍ د لغوړي پيرانو د کلی اوسيدونکى دى او درې مياشتي مخکي يې بهرنيو ځواکونو پر کور عمليات وکړل، او په دواړو پښو فلج نصرالله يې له خپلو دوو نورو ورڼو سره يو ځاى له خپله کوره يووړل.

نصرالله تېره ورځ د خوست په ولايت مقام کي د هغه غوڼدې پرمهال د خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل سو، چي د بګرام له زندان څخه د درو بنديانو د خلاصون په موخه جوړه سوې ول.

پدې غونډه کي ځايي دولتي چارواکو، د بګرام زندان مسؤلينو او د بنديانو دکورنيو غړو پکې برخه اخيستي ول.

نصرالله چي په خپلو پښو هيڅ تګ نه سي کولاى د کورنۍ د غړو لخوا يوه بل خوا ته د يوه ځانګړي بايسيکل پواسطه ليږدول کېدی.

نوموړي وويل چې بې ګناه په زندان کي اچول سوى و، او تېري درې مياشتې ورباندې داسي تېري سوي لکه يو کال يې چي په زندان کې ژوند کړى وي.

نصرالله که څه هم وايي چې د بګرام په زندان کي ورسره ښه چلند سوى خو غوښتنه يې کوله چې هغه کسان دي ونيول سي او محاکمه دي سي ، چې بهرنيو ځواکونو ته غلط راپورونه ورکوي او زما په څېر يو فلج انسان ځوروي.

د نوموړي د کاکا زوى بيا وايي چې د دوۍ پر کور باندې څلور ځلې عمليات سوي او تر اوسه يې کوم جرم زموږ د کورنۍ پر غړو باندې نه دى تثبيت سوى.

نوموړي هم له افغان او بهرنيو ځواکونو څخه وغوښتل چي هغه څوګ دې محاکمې ته راکش کړي، چې بهرنيو ځواکونو ته غلط راپورونه ورکوي.

که څه هم نصرالله په فلج حالت کې په زندان کې درې مياشتې تېرې کړي خو يو بل ځوان چې شاوخوا ٣٠ کاله عمر يې درلود ، د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسيدونکى و، نوموړي وويل چې پنځه کاله او پنځه مياشتې کيږي چې ده د بګرام په زندان کې بې برخليکه د ژوند شپې او ورځې تېرې کړي.

د دغه بنديانو د خلاصون په موخه جوړې سوي غونډې ته د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه بنديانو په خلاصيدو خوښي وښوده او ترڅنګ يې وويل چې له ډېرو هڅو وروسته يوې داسې بريا ته رسيدلي چې په خوست ولايت کې به د تحقيقاتو يو مرکز جوړيږي.

د يادونې وړ ده چي په تېرو څو مياشتو کي دا څوم ځل دى چي د بګرام له زندان څخه د خوست ولايت بنديان خلاصيږي، او لا هم ګڼ داسې خوستي بنديان په بګرام او ګونتانامو زندانونو کې بنديان دي چې په کورنيو کې يې يو نارينه غړى هم نشته او کورنۍ يې هره ورځ د خلاصون په هيلو شپې او ورځې تيروي.

فريدالله ظاهر/خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل